۸صبح، پروان: پروان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت اوسېدونکی یو پوځي کابل کې د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته بېدرکه شوی دی.
یوه باوري سرچینې د دغه مخکیني پوځي د خپلوانو له قوله شنبه د سلواغې پر اتمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه کس مهرالله نومېږي او لس ورځې مخکې د کابل په شهرنو سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو؛ خو تر اوسه یې برخلیک ناروښانه دی.
د سرچینې په وینا مهرالله د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د کوکلامي درې اړوند دهیک کلي اوسېدونکی دی.
طالبانو څو میاشتې مخکې هم د سالنګ ولسوالۍ د کوکلامي درې د دهیک اوسېدونکی له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی او د دې کلي اوسېدونکي یې جبري کډې ته اړ ایستلي وو.