۸صبح، کابل: د افغانستان د ادارې او مدیریت ملي انستیتوت (نیما) د نړیوال بانک د ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته د سقوط په درشل کې دی.
د دغه انستیتیوت مسوولان وايي، چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته یې ۶۶ سلنه محصلان او ډېری استادان له لاسه ورکړي دي.
د جمهوریت پر مهال د ادارې او مدیریت ملي انستیتیوت ملاتړ نړیوال بانک کاوه او په افغانستان کې لومړنی انستیتیوت ګڼل کېږي، چې نړیوال علمي باور لري.
د دغه انستیتیوت رییس احمد ضمیر جمال وايي: «د جوړ شوي پلان له مخې هر کال ۱۲۰۰ محصلان منل کېدل؛ خو له وروستیو بدلونونو راهیسې یوازې ۴۰۰ محصلان لري.»
له بلې خوا ځینې محصلان په دغه انستیتیوت کې د زده کړو له ټيټ کیفیت او ناهیلي کوونکو وضعیت څخه سر ټکوي.
د ادارې او مدیریت ملي انستیتیوت محصل سیدجواد وايي: «پخوا د انستیتیوت وضعیت ډېر ښه و. ټول محصلان به راتلل.»
هغه زیاتوي: «په هر ټولګي کې ۴۰ کسان وو، چې نیمايي نجونې وې. اوس ۳۶۰ درجې بدلون راغلی، په ټولګي کې لس یا اته محصلان پاتې دي.»
د دغه انستیتیوت یو بل محصل محمداقبال وايي: «ځينې ښوونکي مو بهرنیان وو، له بدلونونو وروسته لاړل، اوس د استادانو له کمښت سره مخ یو.»
تر دا مهاله د دغه انستیتیوت سلګونه نجونو محصلانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې ټولګیو ته لاړې شي او پاتې زده کړې بشپړې کړي.
د راپورونو له مخې، ځينو نور پوهنتونونو کې هم وضعیت ورته دی او د استادانو له کمښت سره مخ دي.