۸صبح، کندز: په کندز کې ځايي سرچینې وایي چې د طالبانو جګپوړی قوماندان مولوی یعقوب د ملی مقاومت جبهې د غړو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه طالب قوماندان د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۴مه، د دغه ولایت د علي اباد ولسوالۍ د عمرخېلو په سخیدادبای کلي کې وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوى طالب قوماندان په کندوز کې د دې ډلې د ٢١٧ عمري قول اردو د يوې استخباراتي څانګې د مسوول په توګه دنده ترسره کوله.
مولوي يعقوب چې د تېر حکومت پر مهال یې د دغې ډلې لخوا د طالبانو د پټ چریکي نوم خپل کړی و، په دغه ولايت کې د ډېرو پخوانيو ځواکونو په وژلو کې لاس درلود.
په دغه برید کې د طالبانو د استخباراتو غړی نجم الدین هم ټپي شوی دی.
د دغه طالب قوماندان د وژلو په تور ددغې ډلې لخوا دوه تنه ځایي اوسيدونکي نيول شوي دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو ضد پوځي خوځښتونو فعالیتونه زیات شوي دي.
یوه ورځ مخکې هم د کاپیسا ولایت په دویمه حوزه کې د طالبانو د امر بالمعروف یو مامور په یوه جومات کې د لاسي بم په چاودنه کې ووژل شو.