۸صبح، کابل: د کرېکټ روان ۲۰ اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو د لوبو په لړ کې افغان لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه.
دا لوبه یکشنبه د چنګاښ پر ۳مه د وېسټانډیز په کېنګسټون لوبغالي کې وشوه.
افغان زلمیو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان سیالې اسټرالیاوۍ لوبډلې ته ۱۴۹ منډې هدف وټاکه.
اسټرالیا د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان د افغان زلمیو د ټاکلي هدف په ځواب کې ۱۲۷ منډې وکړې.
په دې لوبه کې رحمانالله ګربز ۶۰ او ابراهیم ځدراڼ بیا ۵۱ منډې وکړې.
ګلبدین نایب د ښې اتوپاچونې پر مټ د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.
هغه په دې لوبه کې څلور ویکټې ترلاسه کړې.
افغان پړانګان به د راتلونکې لوبې لپاره د جون پر ۲۵مه د بنګلهېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شي.