۸صبح، کابل: د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا کپ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې د سریلانکا له کرېکټ ملي لوبډلې څخه ماته ومنله.
دغه لوبه چې د وږي په ۱۴ مه شپه د پاکستان لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره شوه، سریلانکا د دوو منډو په توپیر وګټله.
د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سریلانکا توپ وهنه پیل کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۲۹۱ منډې وکړې چې افغانستان ته یې د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه.
افغانستان په ۳۷م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او دغه لوبه یې د دوو منډو په توپیر وبایلله.
افغانستان چې په لومړۍ لوبه کې له بنګله دېش ماتې منلې وه، په دې سیالیو کې یې خپله دویمه ماتې تجربه کړه.