۸صبح، کابل: د اسټرالیا کرېکټ بورډ د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو د سختو بندیزونو له کبله، افغانستان سره ۲۰ اوریزې سیالۍ وځنډولې.
اېبيسي نیوز د یاد بورډ په حواله سېشنبه د کب پر ۲۹مه راپور ورکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ډېر زیات ناوړه شوی دی.
ټاکل شوې وه چې د هېواد کرېکټ ملي لوبډله د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې سره درې ۲۰ اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
ورته مهال، د اسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي چې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) او د افغانستان کرېکټ بورډ سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي څو راتلونکې کې د دغو سیالیو ترسره کېدو ته لار هواره شي.
د هېواد کرېکټ بورډ ادارې تراوسه د استرالیا د دې پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي.
تر دې دمخه هم د اسټرالیا کرېکټ بورډ د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو بندیزونو له کبله، افغانستان سره یوازنۍ ټېسټ سیالي لغوه کړې وه.
هغه مهال د دغه هېواد کرېکټ بورډ ویلي و چې په افغانستان کې به د ښځو او نجونو د وضعیت ښهوالي لپاره د دغه هېواد له کرېکټ بورډ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره، پر ښځو او نجونو په تېره بیا د ورزش په ډګر کې ډېر بندیزونه لګول شوي دي.