د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه د ښځو او نجونو د زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو او نجونو د لا زیاتې ونډې غوښتنه وکړه.
دغه سازمان جمعه شپه د فبرورۍ پر ۱۰ د علم په برخه کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښاغلي طه پیغام خپور کړی دی.
د اسلامي همکارۍ سازمان د سرمنشي په پيغام کې راغلي دي، چې غړي هېوادونه او اړوند بنسټونه بايد د ښځو د حقونو د تامين لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د اسلامي همکارۍ سازمان ټینګار کړی چې د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره باید د علم او ټکنالوژۍ د زدهکړې په برخه کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه پوهاوی زیات شي.
تر دې مخکې، په ۲۰۱۸ کې د اسلامي سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د ښځو لپاره د علم، ټکنالوژۍ، انجینري او رياضياتو په برخه کې د (STEM) تر نوم لاندې زدهکړو ته ودې ورکولو لپاره یو مسوده تصویب کړه.
نن د فبرورۍ پر ۱۱ په علم کې د ښځو د ونډې نړیواله ورځ ده.
د ویلو ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان دا ورځ په داسې حال کې لمانځي چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو تعلیم پکې منع دی.