د کابل ـ جلالاباد لومړی لاین سړک چې د لوړو غرونو، سختو ګړنګونو او کږلېچونو سره مل دی، په دې وروستیو کې په کې د ټرافیکي پېښو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.
د ننګرهار خلک وايي، له کلونو راهیسې د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي او نیوکه کوي چې له تکراري غوښتنو سره سره په تېر شل کلن جمهوریت او روان څه باندې دوه کلن طالبي نظام کې د یادې ستونزې د حل لپاره کار نه دی شوی چې له امله یې مسافر او ټرانزیټ له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل ـ جلالاباد دویم لاین سړک د ننګرهار له سره رود ولسوالۍ، له خوږیاڼو، شېرزادو او حصارک غلجايي ولسوالۍ تېرېږي او د لوګر ولایت له ازرې ولسوالۍ سره وصل کېږي.
د ننګرهار خلک وايي، په ځلونو یې د د کابل ـ جلالاباد دویم لاین سړک د جوړېدو غوښتنې او په دې برخه کې د شته ستونزو له امله شکایتونه کړي؛ خو نه ورته په تېر شل کلن جمهوریت کې او نه هم په څه د پاسه دوه کلن طالبي رژیم کې پاملرنه شوې.
د ننګرهار ا اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي د کابل ـ جلالاباد لویه لار کې د شته ستونزو د حل او د خلکو د ټرافیکي اندېښنو د مخنیوي په موخه دې تر هر څه ژر د د کابل ـ جلالاباد دویم لاین سړک د جوړېدو چارې پیل کړي.
د دغه ولایت اوسېدونکی خیر ولي وايي، نور دې په ژمنو نه تېر ویستل کېږي او باید د یادې مهمې لارې د جوړېدو عملي چارې پیل کړي؛ ځکه په خبره یې له تېرو څه باندې شلو کلونو را هیسې ورسره ژمنې کېږي، خو تر اوسه یې عملي بڼه نه ده نیولې.
نوموړی زیاتوي: « د کرزي له وخته نیولې تر اشرف غني او اوس د طالبانو په حکومت کې هم وعدې کېږي، چې د کابل ـ جلالاباد دویم لاین سړک به جوړېږي؛ خو طالبانو هم د تېرو حکومتونو په شان یوازې وعدې وکړې او نور یې د عمل هېڅ درک نه لګېږي، زمونږ غوښتنه داده، چې باید نور ولس ونه غولول شي او د مشکلاتو د حل لپاره دې عملي کار وشي، یوازې په وعدو څه نه کېږي.»
پر دې لویې لارې حصارک غلجايي ولسوالۍ ته تلوونکي موټر چلوونکي هم د ستونزو له شته والي شکایت کوي او وايي چې دغه لار تر دې بریده خرابه ده چې د دوو ساعتونو لار په شپږو ساعتونو کې وهي او د سړک د خرابوالي له امله د موټر پرمټ ګټل شوې پیسې بېرته په موټر لګوي او ډېر کله خو له جېبه هم باقي کېږي.
موټر چلوونکی محمد ګلاب چې له نږدې شلو کلونو راهیسې د جلالاباد ـ حصارک پر لویه لار موټر چلوي وايي، د سړک د خرابوالي له امله مهال ناروغان روغتون ته پر وخت نه رسېږي او ډېری مهال پر لار خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دی پر اړوندو مسوولو ادارو غږ کوي چې دې برخې ته دې پام وکړي او د ولسونو د ستونزو حل لپاره دې عملي کار وکړي.
محمد ګلاب زیاتوي: « مونږ ډېرو مشکلاتو سره مخ یو، اول زما شاوخوا اتلس کاله کېږي، چې د دې لاین ډرایور یم، اتلس کاله مې ووتل، له شپږو اوو حادثو سره زه په دې لاره مخامخ شوی یم، چې مریض راته په لاره کې وفات شوی او بیا مې بېرته نه حصارک ته نه دی وړی او په چمتلې ښارګوټي کې مې خښ کړی، دا ټول د دې خرابې لارې له خاطره، که دا لاره پخه شوه، د ټول ولس مشکل به حل وي او ټول به په سهولت او ډاډه زړه تګ راتګ کولی شي.»
بل لور ته ننګرهار کې د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو رئیس مولوي یار محمد محمدي د خلکو ستونزې او نیوکې مني او وايي، د د کابل ـ جلالاباد دویم لاین سړک د جوړېدو په موخه نړۍوال او اسیايي بانکونو پیسې ځانګړې کړې وې چې له هغوی سره په اړیکه کې دي او تمه لري، څو هغوی به یې د جوړونې چارې پیل کړي.
نوموړی وايي، که هغوی مثبت ځواب ورنه کړ؛ نو د امارت له بودیجې به یې د جوړونې چارې پیل کړي.
دی زیاتوي: « دا سړک په یقیني ډېر مهم دی، د دې سرک کارونه د پخواني نظام په وخت کې بانک جهاني او اسیايي بانک شروع کړي وو، چې د نظام له چپه کېدو وروسته پاتې دي، مونږ هغوی سره په تماس کې یو او تمه لرو، چې هغوی یې بېرته کارونه شروع کړي؛ خو که منفي ځواب یې راکړ؛ نو بیا به مونږ د امارت په پیسو جوړوو.»
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پرمهال نړۍوال او اسیايي بانکونو د یاد سړک د جوړېدو لپاره بودیجه ځانګړې کړې وه او له مرکز جلال باد ښار څخه تر د خوږیاڼو ولسوالۍ مملې باغ پورې په اساسي ډول رغول شوی دی.
په دې وروستیو کې د د کابل ـ جلالاباد لومړی لاین سړک د سختو مرګونو ترافیکي پېښو شاهد دی چې لامل یې د سړک خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی مزل او د ټرافیکي اصولو نه مراعتول په ګوته کېږي.