۸صبح، غزني: غزني کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو ښځینه واکسیناتورانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې په دغه ولایت کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق په کمپاین کې ګډون وکړي.
د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین دوشنبه د وږي پر ۲۸ د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پيل شو.
غزني کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو ښځینه واکسیناتورانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې په دغه درې ورځني کمپاین کې ګډون وکړي.
مخکې د ګوزڼ واکسین په ډلو کې ښځو هم شتون درلود ترڅو کورونو ته دننه شي او ماشومان واکسین کړي.
د سرچینو په وینا، ټاکل شوې، چې په راتلونکو ورځو کې د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر ۵ کلنۍ کم عمره ۲۰۰ زره ماشومان واکسین شي.
د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین نوی پړاو په داسې حال کې پيل شوی، چې تازه په کونړ ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.