د اوکراین له جګړې د ۲۰۰ ورځو په تېرېدو سره د نړۍ کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس اوکراین ته د جنګي مهماتو لیږل یو اخلاقي او د منلو وړ کار بللی دی.
پاپ فرانسیس دغه څرګندونې پنجشنبه د سپټمبر په ۱۵ قزاقستان ته د سفر پر مهال کې مطرح کړې دي.
هغه خبریالانو ته ویلي: «دا یوه سیاسي پرېکړه ده، چې که په اخلاقي شرایطو کې ترسره شي کېدای شي د اخلاقي له نظره د منلو وړ وي.»
پاپ فرانسيس ویلي د کاتولیک کلیسا د «عادلانه جګړې» اصول د یوه یرغلګر هېواد پروړاندې د خپل ځان د دفاع لپاره د مرګونو وسلو د کارولو متناسبه شونتیا برابروي.
هغه زیاته کړه، چې له خپل هېواده دفاع نه یوازې مشروع بلکې له هېواد سره مینه ده.
هغه په همدې حال کې ویلي، چې اوکراین دې د جګړې د ختمېدو لپاره له روسیې سره د خبرو اترو لار غوره کړي.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر په یوه درې ورځني سفر کې د نړۍ د مذهبې مشرانو غونډې لپاره قزاقستان ته تللی دی.