لاریونوالو ښځو په نڅا سره د طالبانو پر«ښځو ضد» سیاستونو نیوکه وکړه

۸صبح، کابل: د طالبانو لخوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو پر ضد د اعتراضونو په دوام پسې، یوې ډلې لاریونوالو ښځو په یو بل ډول د دغې ډلې د ښځو ضد ناوړه سیاستونو پرضد لاریون وکړ.
د ښځو ځواکمن غورځنګ غړو او یو شمېر نورو لاریونوالو، د طالبانو د مشر ملاهبتالله اخندزاده ددې وروستۍ څرګندونې، چې ګواکې- د هغه په اصطلاح- د افغانستان ښځې «اصلاح» شوې دي! نن جمعه (د غبرګولي په ۱۲ مه) دوی دې «ناامیدۍ کې نڅا» تر نامه لاندې، یو احتجاجي حرکت پیل کړ.
په هغه ویډیو کلیپ کې چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، د ښځو یوه ډله ښیي، چې د احتجاج په ډول، له «چادرۍ» سره ناڅي.
دغو ښځينه لاريونوالو په يوه اعلاميه کې ويلي، چې افغان ښځې له پخوا اصلاح وې. او طالبان او د هغوى د منځنیو پيړیو فکر دى، چې ښځې بنديانوي او په عدالت او ازادۍ هر باورمن وګړی، مجرم ګڼي.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ لاریونوالی ښځې د ناامیدۍ په نڅا سره طالبانو او د هغوی ملاتړو ته دا پیغام ورکوو چې ښځې او نجونې به د ښځو او نارینه وو لپاره د عدالت، ازادۍ او برابرۍ تر پوره تحقق پورې، له خپل دریځه شا ته نه شي او د طالبانو د جنسي تبعیض د پالیسو پر وړاندې به په کلکه ولاړې یو.»
دا لاریونونه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو په اړه، د ملګرو ملتونو کمېټې ته په یوه لیک کې ویلي چې په افغانستان کې ښځو او د هغوی حقونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
طالبانو په هیواد کې د خپل واک له پیل راهیسې ښځې او نجونې له زده کړې، روزنې او کار څخه بې برخې کړي او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې، مکررو غوښتنو ته هېڅ پام نهکړی او نه یې اوس کوي.