د طالبانو د پایښت پوښتنه

په هېواد کې او له هېواده بهر ډېر خلک پوښتي چې طالبان به تر کله دوام وکړي. ډېری افغانان د بې وسۍ او ناڅرګندتیا احساس کوي؛ هغه څوک چې په هېواد کې ژوند کوي، په یوه ډول او هغه چې په بهر کې دي، په بل ډول. دا بې وسۍ او نهیلۍ په بېلابېلو بڼو سره ښکاره کوي، کله په غوسې، کله په بې حسۍ او بې حالۍ او کله هم په اندېښنې او وېرې سره، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې په هېواد کې دي او ځانونه د یوې ظالمې او خطرناکې ادارې اسیران ګڼي.
البته د طالبانو د پايښت پوښتنه یوه جدي پوښتنه ده، هغه که زموږ د خلکو ذهني ګډوډي دوام ومومي او که پای ته ورسېږي. البته، د دې پوښتنې ځواب د ریاضي-فزیک د فورمولونو په څېر ساده او غوڅ نه دی؛ ځکه چې په بېلابېلو متغیرونو پورې تړلی دی. په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ یو اصلي لامل د سترو قدرتونو د ستراتیژۍ بدلون و. د سترو قدرتونو ستراتیژي د هغوی د لویو ملي ګټو په کچه ثابته او د افغانستان په څېر له سیمه ییزو قضیو سره د تعامل په بڼه کې د بدلون په حال کې ده او د هغه څه پر بنسټ چې په ځمکه کې پېښېږي بدلېږي، نه دا چې په کوم ځای کې یو څه تصویب او بیا په هره بیه تعقیب شي. په واقعیت کې په دې کچه کې ډېر انعطاف شته او پلانونه د ځمکې پر سر له هر بدلون سم بدلېږي. په بله وینا، که څه هم د هېوادونو کورني بدلونونه د سترو قدرتونو ستراتیژیک چلند نه بدلوي، خو پر لنډ مهالو کاري پلانونو یې مستقیم اغېز لري.
تر ټولو مهم کورنی ټاکونکی عامل چې د لویو قدرتونو پر لنډ مهالو پلانونو مستقیم اغېز لري، د طالبانو د ځای ناستي ځواک جوړېدل دي. د بهرنيو څارونکو په اند په افغانستان کې دوه اصلي ځواکونه شته. یو هغه تېرپالی او ارتجاعي ځواک دی چې د عصري ارزښتونو په لاره کې د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي او د دې هېواد د دودیزو او کلیوالي ټولنې په ارزښتونو باندې په تکیې کولو سره د هر ډول بنسټیز بدلون پر وړاندې مقاومت کوي او نن ورځ طالبان د ټولنې د دې برخې استازيتوب کوي. مقابل لور ته، یو پرمختګ پالی او د مډرنیزاسیون پلوي ځواک دی چې غواړي یو ډیموکراټیک سیسټم او د ښاري او مدني ارزښتونو پر بنسټ ټولنه ولري. په همدې حال کې یو دریم ځواک دی چې د ارزښتونو له نظره بې پرې دی او د هېچا په ګټه نه جنګېږي، خو له عملي پلوه د فرصت په لټه کې دی او تله یې چې د هر لوري پر خوا درنه ولیده، د هغه تور لښکر جوړېږي.
د جمهوري نظام په شل کلنه دوره کې، پرمختګ پالی ځواک پاشلی و او ستراتیژیک لید یې نه درلود، چې په پایله کې یې میدان په ارتجاعي ځواک وبایله او سیمه ییز او نړۍوال معادلات د طالبانو په ګټه بدل شول. که څه هم طالبان په اصل کې یو لږکی دی او په سوله ییزه سیالۍ کې به له یوه سیاسي ګوند پرته بل څه نه وي، خو د متقابل لوري پاشلتیا او ناکامۍ له امله پر دې وتوانېدل چې ځان داسې یوې کچې ته ورسوي چې د نړۍ د تعامل لوری شي او دا کار د دې ډلې د بري لامل شو. هغه ستونزه چې طالبان یې لري، دا ده چې په نوې نړۍ کې یو ناسم پیوند بریښي او هېڅ هېواد یې په رسمیت نه شي پېژندلای. د طالبانو د ضعف دغه ټکی د مترقي ډلو د قوت په یوه ټکي بدلېږي او نړۍ ته یې د منلو وړ ګرځوي. خو دا ځل پوښتنه د پرمختګ پالو قوتونو د یوې سترې جبهې د جوړولو د امکان ده، چې ایا دا معادله په داسې ډول بدلولای شي چې له طالبانو خنثا ډلې جلا کړي او د پرمختللو ارزښتونو په پلوۍ یې له ځان سره یو ځای کړي؟ نو د دې پر ځای چې د طالبانو د پایښت په اړه وپوښتل شي، غوره ده چې د دې ډلې د ځای ناستي ځواک په اړه وپوښتل شي چې ایا غیر طالب ځواکونه د دې ډلې د ځای ناستي په توګه خپله وړتیا ثابتولای شي؟

ورته لیکنې

Back to top button