د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د هوا د ککړتیا په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې هر کال له ۴۰۰ میلیون ټنو زیات پلاستیک تولیدېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د مې په ۵مه نېټه، د پلاستیکي کثافاتو د ناوړه پایلو مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې یو شمېر نړیوالو مرکچیانو د روان کال تر نومبر میاشتې پورې، په نړیواله کچه د پلاستیکي ککړتیا د له منځه وړلو لپاره، د تړونونو مسوده جوړه کړې ده.
هغه وویل: «هره ورځ له دوزه ټرکونو زیات پلاستیک زموږ په سمندرونو، سیندونو او جهيلونو کې اچول کیږي.»
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په نړیواله کچه، د چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي په برخه کې، پرمختګونه اعلان کړل او ویې ویل چې له تېرې اوونۍ راهیسې یي د یوه لازمي قانون جوړولو په هدف، له ۱۳۰ هېوادونو سره خبرې پیل کړي دي.
د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام (UNEP) یو نوی راپور ښیې، چې د پلاستیک ککړتیا به تر ۲۰۴۰ پورې ۸۰٪ کمه شي.
اټکل کیږي، چې په نړۍ کې هر انسان په کال کې، له ۵۰،۰۰۰ څخه ډیر پلاستيکي ذرات مصرفوي.
خو د ملګرو ملتونو دوو کارپوهانو ویلي، چې پلاستیکي ککړتیا بشري حقونه ګواښي نو باید ټوله نړۍ له دې سره مبارزه وکړي.
د ملګرو ملتونو له خوا دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوې، چې د جون پنځمه، هر کال د چاپېریال د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.