پر افغانستان د طالبانو ولکې« ډېرې بدې پايلې لرلې او په ډېرو برخو کې يې د هېواد شرایط اپوټه کړل. یوه له هغو برخو چې د بدلون وړاندوینه یې له هماغه پیله کېده او وېره یې زیاتوله د مطبوعاتو ازادي وه. که څه هم څوک ښه نه پوهېدل چې مطبوعات به تر کومه بریده تر فشار او محدودیتونو لاندې را شي او خبریالان به له کومو ستونزو سره مخ شي، خو د کورنیو فعالانو او بهرنیو شنونکو په منځ د مطبوعاتو او د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو د راتلونکي په تړاو اندېښنې لا له وړاندې څرګندې شوې وې.
په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو پرمهال ویل کېدل چې طالبانو ژمنه کړې چې د بیان ازادي او رسنیز فعالیتونه مني او خبریالانو او رسنیزو فعالانو ته به له مزاحمت ډډه کوي. دا مسأله د ښځو د زده کړو، د هېوادوالو د اساسي حقونو او ازادیو او د نړیوالو کنوانسیونونو د مراعتېدو په ګډون د یوې لويې ټولګې برخه وه، چې په هغه وخت کې د طالبانو د بدلون د نښو په توګه د بحث وړ وه. هغه کسان چې له طالبانو سره د تعامل او له دغې ډلې سره د هوکړې پلويان وو، د خبرو لومړیتوب دا و چې له دوو لسیزو لوړو او ژورو وروسته او په افغانستان کې د پراخو بدلونونو له امله طالبان هم بدل شوي او یا هم په چټکۍ سره بدلون ته غاړه اېږدي. هغوی هڅه کوله چې د ژورنالیستانو او مطبوعاتي سازمانونو اندیښنې کمې کړي او هرڅه تر یوه بریده عادي وښيي
د طالبانو په تړاو په تېره بیا د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې دا خوشبیني د یو شمېر نورو کتونکو او شنونکو لخوا له هماغه پیله تر شک لاندې وه. ډیېری پوهیدل او باور یې درلود چې د طالبانو راتګ به د افغانستان د مطبوعاتو لپاره د یوې شومې دورې پیل وي او د دې برخې ډیری فعالان به له پوښتنو ګروېږنو، نیول کېدو، زنداني کېدو، جلاوطنۍ او ان وژنې سره مخ کړي. هغه څه چې دغه انديښنه يې زیاتوله، د رسنيو پر وړاندې د طالبانو مخینه وه په تېره بيا د دغې ډلې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې چې د مطبوعاتو لپاره د افغانستان په معاصر تاريخ کې تر ټولو توره دوره ګڼل کېږي. دا د افغانستان په تاریخ کې یو له ترخو طنزونو و، چې شلمه پیړۍ له جدي مطبوعاتي فعالیتونو سره پیل کړي او د مطبوعاتو له جدي ځپنې سره یې پای ته ورسوي. پر هغې وېروونکې مخینې سربېره، د خلکو د ډارولو او وېرولو لپاره د یوې سټراټېژیکې لارې په توګه د خپل حاکمیت د پراخولو لپاره د طالبانو سټراټېژۍ چې د دې ډلې له پيدا کېدو راهیسې پیل شوې او هېڅکله بدلون پکې نه و لیدل شوی، دا په ډاګه کوله چې د مطبوعاتو د ازادۍ او د بشري حقونو د نورو مسایلو په برخه کې د طالبانو په تړاو هر ډول خوشي بیني تش خیال او ساده خوشبیني وه.
طالبان ولې د مطبوعاتو ازادي نه شي منلای؟ ځواب یې باید پر استبدادي واک د متمرکزو ایډیالوژیکو خوځښتونو په طبیعت کې ولټول شي. ټول ګوندونه او حکومتونه چې پر افراطي ایډیالوژیو ولاړ وي، خپل ارمان د استبدادي حاکمیت په اډانه کې پوره کېدونکی ګڼي. د ټولو استبدادي رژيمونو تجربې ښودلې چې د مطبوعاتو ازادي د هغو لپاره يو ډارونکی خوب دی او له همدې امله د خپلې جګړې لومړۍ کرښه له ازادو رسنیو سره مقابله ګڼي. د مطبوعاتو ازادي له یوې خوا د دغو ځوځښتونو او نظامونو نیمګړتیاوې رابرسیره کوي او له بلې خوا هغه تقدس چې هغوی یې د ځان لپاره تراشي، له شک او لمنځه تلو سره مخ کوي. د داسې ګوندونو او رژیمونو لپاره د ایډیالوژیکې وېرې لمنځه تلل او د هغه نقاب لېرې کېدل چې پر مخ یې را خور کړی دی، د هغوی د عمر پای پیل ګڼل کیږي.
دا د مطبوعاتو د آزادۍ په تړاو د ټوټالېټرو خوځښتونو یوازینۍ اندیښنه نه ده. هغوی اټکل کولای شي چې خلک د رژیمونو د کړو وړو او پر ټولیز برخلیک د هغو د اغېزې په تړاو د پوهاوي له لارې په لوړ غږ د فکر کولو فرصت پیدا کوي. د ازادو رسنیو له لارې هم د ستونزو خبرې کیږي او هم د غمیزې د مخنیوي لپاره د ګډ اقدام اړتیا مطرح کیږي. د نظرونو له یوځای کېدو او د خبرو اترو او تودو بحثونو له پیلېدو، د ځواکونو د پیوستون او د غبرګونونو پلانولو ته لاره پرانېستل کیږي. کله چې خلک د خپل حالت د بدلولو او د خپل برخلیک د ښه کولو لپاره له خپلو وړتیاوو خبر شي، باور او اراده رامنځته کیږي او په داسې حالت کې به هیڅ استبدادي رژیم ورسره د مقابلې توان ونه لري. هر هغه تمامیت غوښتونکی او استبدادي رژيم چې د خلکو له ارادې سره قهرجن چلند غوره کړي، د واکمنۍ د تاريخ معکوس شمېر یې پیلېږي.
طالبان د هر مستبد حکومت په څېر د مطبوعاتو ازادي یو ګواښ ګڼي او ازادو رسنیو ته د دښمن په سترګه ګوري. هغوی په خپلې څه باندې دوه نیم کلنه واکمنۍ کې پر مطبوعاتو فضا دومره تنګه کړې ده، چې د دې ډګر ډیری فعالان له هېواده تښتیدلي او لیرېو هېوادونو ته تللي دي. نن ورځ د افغان ژورنالیستانو او مطبوعاتو د کدرونو یوه مهمه برخه په جلاوطنۍ کې ده او ډیری یې د دې دندې پریښودو ته اړ شوي او نورو برخو ته مخه کوي. دا په خپل ذات کې د افغانستان لپاره یو زیان دی، ځکه چې مطبوعاتی کدر ان له هغو نیوکې سره سره چې پرې موجودې وې، په هیواد کې د ډیموکراسۍ او بشری حقونو یوه ستن وه. اوس دا ستن تر ډېره بریده را پرځېدلې ده.
ستونزه همدلته پای ته نه رسېږي. هغه شمېر ژورنالیستان او مطبوعاتي فعالان چې د کډوالۍ امکان یې نه درلود او یا په نورو دلایلو په کور دننه پاتې شوي دي، هره ورځ له فشارونو، ګواښونو او خطرونو سره مخ دي. مطبوعاتي فعالیتونو په ډیجیټل پېر کې پراخه مانا ترلاسه کړې او پردغو فعالیتونو د طالبانو پولیسي څارنې په ټولنه کې د خفقان او وېرې کچه خورا لوړه کړې تر دې چې ډیری عادي هېوادوال، د پوهنتونونو استادان او ټولنیز فعالان په ټولنیزو شبکو کې د خپل نظر له څرګندولو وېرېږي او ځیني وختونه مجازات کیږي. طبیعي ده چې په داسې یوه حالت کې هغه خبریالان او رسنۍ چې لا هم دننه فعالیت کوي، اکثراً له ځان سانسورۍ سره مخ کیږي او د هېواد د واقعیتونو له بیانولو او د ترخو حقیقتونو له منعکسولو ډډه کوي.