افغانستان د تاریخ په حساس پړاو کې دی. د هېواد ولسي جرګه د ملت د کور او د افغانانو د ارادې د تر ټولو لوړې مرجع او همداراز د دولت د یوه اساسي رکن په توګه د افغانستان د سولې او جګړې په مسایلو کې ټاکونکی رول لري.
د افغانستان پارلمان په نوي مشرتابه سره تر ټولو فعاله تقنیني دوره ده چې د حکومت پر کړنو د څارنې، د بودیجې د تصویب او د دولت د اساسي کرښو د ټاکلو لپاره یې خپل رول جدي ګڼلی او ټول شاهدان دي چې ولسي جرګې د بودیجې د انډول او د ټولنې زیانمنونکو پرګنو لکه ښوونکو او دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د پاملرنې په اړه فعال رول لوبولی دی.
له بلې خوا، د افغانستان پارلمان په اساسي قانون او همداراز په خلکو کې خپل تاریخي او حقوقي مسوولیت ته په پام سره غواړي د هېواد د سولې او جګړې په مسایلو کې اساسي او فعال رول ولوبوي. د افغانستان ولسي جرګه د لوي ولسي او سیمه ییز مقام، له خلکو سره د نږدې اړیکو په لرلو، د ټولنې د بېلابېلو پرګنو، بنسټونو او توکمونو، ښځو او ځوانانو د استازې او بالاخره د افغانستان د لویو سیاسي، قومي او ګوندي تعاملاتو د مرکز په توګه د سولې او جګړې په برخه کې اغېزناک رول ادا کولی شي.
تراوسه افغان حکومت او د سولې عالي شورا د هېواد له اجراییه قوا د جلا بنسټونو په توګه، د سولې په هکله د تګلارو او دریځونو په برابرولو کې غږ پورته کړی چې له بده مرغه تر دې دمه دا بهیر د پام وړ پایلې ته نه دی رسېدلی.
له بلې خوا، د افغانستان پارلمان په تېره بیا ولسي جرګه هوډمنه ده چې له دې وروسته د سولې په مسایلو کې د ملي روغې جوړې له عالي شورا سره په همغږۍ په درېیو برخو کې خپل فعال رول ادا کړي: د سولې په مذاکراتو کې د پيغام رسوونکي او منځګړي په توګه مرسته، د سولې لپاره په ولسي برخه کې د خلکو د ونډې زیاتول، د سولې لپاره د ننه په هېواد او بهر کې د سیاسي اجماع له رامنځته کولو سره مرسته.
د هېواد پارلمان د خلکو د ارادې د لوړې مرجع په توګه او د اساسي قانون د واکونو په چوکاټ کې، دا درې برخې د یوې کاري پارلماني کمیټې په جوړولو سره چې غړي یې د افغانستان د ټولو قومونو، ژبو او ګوندونو استازیتوب کوي، د ملي روغې جوړې له عالي شورا او د هېواد د مرکچي پلاوي په ګډون له حکومت سره په همغږۍ خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازي د افغانانو پيغامونه او ملاحظات د جګړې لوریو ته د خبرو پر مېز د درېیمګړي په توګه ورسوي او همداراز د سولې د مذاکراتو تصمیمونه خلکو ته ولېږدوي. دا کار د سولې بهیر په اړه د شکونو مخنیوی کوي چې په عامه ذهنیتونو کې موجود دي او د سولې بهیر د خلکو لپاره روڼ او د منلو وړ ګرځوي. همداراز، د خلکو استازي د خلکو او په قضیه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د ارتباطي پُل او د سولې په بهیر کې د روڼتیا په رامنځته کولو کې رغنده رول لوبولی شي.
له بلې خوا، په مشروعیت ورکولو او د سولې په پرېکړو کې د خلکو رول د پام وړ دی. د سولې په بهیر کې شکونه د سولې له پرېکړو د خلکو ملاتړ ته زیان رسولی شي او دا چاره د سولې په هکله تصمیمونو عملي کول له ځنډ او خنډ سره مخامخ کولی شي. د سولې بهیر د پياوړتیا او ملاتړ لپاره به د خلکو په منظمولو کې د پارلمان رول رغنده وي. د خلکو استازي د سولې د پرېکړو په عملي کولو، د ځینو حساسیت پاروونکو تصمیمونو په اړه د اختلافاتو کمول او د عملي کوونکې ډلې د کارونو په پرمخ بېولو کې اساسي رول لرلی شي.
په عین حال کې، ولسي جرګه او مشرانو جرګه د پارلماني اړیکو له لارې د افغانستان د سولې لپاره د سیاسي اجماع د رامنځته کولو په برخه کې رول لوبولی شي: د افغانستان د سولې لپاره له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د پارلماني ډلو جوړول، په اسلامي او لوېدیځو هېوادونو کې د سیاسي اجماع لپاره له نړیوالې پارلماني تولنې څخه استفاده، له افغانستانه د سیاسي او اقتصادي ملاتړ د دوام لپاره د خپلو هېوادونو پر اجراییه قوې د فشار راوړلو په موخه د لویو قدرتونو له پارلمانونو سره د دوستۍ ډلو جوړول.
د افغانستان ولسي جرګه له خپلو قانوني صلاحیتونو او ولسي نفوذه په استفادې سره د هېواد د سولې او جګړې په مسایلو او د یوه ثالث بالخیز یا دېیمګړي په توګه د افغانستان د سولې په ډګر کې فعال رول لوبولی شي.