د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د تلیفوني له لارې د سولې د روان بهیر او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت او دایمي اوربند د ټینګښت په اړه خبرې اترې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د غویي په ۲۶مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل امریکايي سیال سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکاریو د دوام پر اهمیت خبرې اترې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، په دغو تلیفوني خبرو کې په هېواد کې پر دایمي اوربند او د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیاسي ګوندونو پر رول او ونډې ټینګار شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د افغانستان د سولې په هکله د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د انتوني بلینکن د تلیفوني خبرو خبر وکری دی.
د راپورونو پر بنسټ دواړو لوریو همداراز جوته کړې چې افغانان باید په خپل هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره له دغه تاریخي فرصته ګټه پورته کړي.
په دغو خبرو کې د افغانستان د سولې پر بهیر سربېره، په سویلي آسیا کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.





