۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په یوې ناسته کې له اسراییل سره د دغه هېواد د سوداګریز اړیکو پرې کولو دریځ ستایلی دی.
د نوموړي وزارت ویاند ضیااحمد تکل یکشنبه د غويي پر ۱۶مه په خپله اېکسپاڼه کې د متقي او په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال ترمنځ له کتنې خبر ورکړی دی.
امیرخان متقي د ترکیې له سفیر سره په ناسته کې له ترکیې سره د لاجورد له لارې د سوداګرۍ پېل، د ترکي او افغان سوداګرو په ګډو هڅو په ترکیې او افغانستان کې د ګډو نندارتونونو پر پرانېستلو خبرې کړې دي.
ترکیه هم د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني؛ خو نږدې اړیکې ورسره پالي.
د یادونې ده چې د راپورونو په حواله، ترکیې پر غزې د اسراییل بریدونو په غبرګون کې له دغه هېواد سره خپلې ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي.
ترکي چارواکو ویلي چې دمګړۍ له اسراییل سره د ترکیې صادرات او واردات ځنډول شوي دي.