په دې ورځو کې له القاعدې د ایران د ملاتړ خبرونه یو ځل بیا ګرم شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوال تعامل د مرکز رییس جیمز روبین څو ورځې وړاندې لندن ته د خپل سفر پر مهال په یوه غونډه کې ګډون وکړ او ادعا یې وکړه چې د ایران اسلامی جمهوریت د القاعدې مشرانو ته پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي: «ایران له القاعدې سره یو ډول نوې همکاري ساتلې ده. د ایرن اسلامي جمهوریت نه یوازې په خپلو پولو کې دننه د القاعدې مشرانو ته پناه ورکړې، بلکې له ایرانه بهر یې له خپلو عناصرو د القاعدې د ملاتړ لپاره کار اخیستی دی.» تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې ادعا کړې وه چې د ایران اسلامي جمهوریت د القاعدې لپاره پر خوندي مرکز بدل شوی دی. هغه ادعا چې د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف د سپټمبر د یوولسمې پېښې ته په نغوتې سره داسې ځواب ورکړ: د دغه برید هېڅ یو ترهګر د ایران نه و او ټول په منځنی ختیځ کې د مایک پمپیو د خوښې د هېوادونو وو.» د ملګرو ملتونو کارپوهانو د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د دغه سازمان امنیت شورا ته د راپور په وړاندې کولو سره د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د القاعدې د مشرانو په ځانګړې توګه د سیف العدل د کوربتوب خبر ورکړی و. هغه کس چې ویل کیږي د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته په غیر رسمي ډول د دغې ډلې مشري کوي. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم د تېر کال په مارچ میاشت کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه، چې که پرون د القاعدې مرکز په افغانستان کې و، اوس په ایران کې دی.
دا مهال ملګري ملتونه او یو شمېر نور هېوادونه او بنسټونه په ایران کې د سیف العدل د حضور د یوه احتمال په توګه مطرح کوي، خو امریکا دا خبره رد کړې ده. که دا ادعا سمه وي، نو دا ادعا کېدای شي چې ایران د القاعدې د نورو غړو کوربه هم دی. د ۲۰۲۰ کال د اګست په میاشت کې د تهران په یوه کوڅه کې له خپلې لور سره د القاعدې د دویم نمبر کس محمد المصري وژل کېدل دا ادعاوې تاییدوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د دغې ډلې د مشرانو کوربه دی. محمد المصري له ډېرو کلونو راهیسې په تهران کې اوسېده او د سپاه پاسداران له لوري یې کوربتوب کېده. ویل کیږي چې اسرائیلو هغه د امریکا په نیابت وژلی دی.
پوښتنه دا ده چې: د ایران اسلامي جمهوریت چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې باټې وهي، له القاعدې سره څنګه یوځای اوسېدای شي؟
۱- ایران د القاعدې ملاتړ کوي ځکه دغه ډله له امریکا او د سعودي عربستان له آل سعود سره دښمني لري. د القاعدې بنسټګر او مشر اسامه بن لادن په پیل کې د آل سعود د خوښې وړ کس و، خو د خلیج له دویمې جګړې وروسته د دواړو لورو اړیکې خورا ترینګلې شوې. ځکه ریاض د امریکايي پوځیانو کوربه و. په سعودي عربستان کې د امریکايي پوځیانو له حضور سره د اسامه مخالفت د هغه د تابعیت د لغوه کېدو، د هغه د شتمنیو د ضبطېدو او سوډان ته د جلاوطنۍ لامل شو. البته په ۱۹۹۶ کال کې د سعودي عربستان په ټينګار سره له سوډانه واېستل شو او د طالبانو تر ادارې لاند افغانستان کې یې پناه واخیسته. د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر ترکي الفیصل دوه ځلي کندهار ته د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر ته راغلی و او د اسامه د ورسپارلو غوښتنه یې کړې وه. هغه غوښتنه چې رد شوه. دا موارد د اسامه او آل سعود تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا ښودنه کوي. د امریکا پر وړاندې د القاعدې تګلاره هم څرګنده ده: دښمني. امریکا ښایي د خپلو ګټو په رڼا کې د هرې ترهګرې ډلې پر وړاندې له زغمه کار واخلي، خو د القاعدې پر وړاندې هغه هم د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته نه. د واشنګټن او ریاض په تړاو د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ روښانه دی او د ابهام څه پکې نشته. ظاهراً د سعودي عربستان او امریکا تر منځ نه ماتیدونکی اتحاد هم د پام وړ دی. نو القاعده چې له ریاض او واشنګټن سره دښمني لري، د ایران اسلامي جمهوریت په ګټه تمامېدای شي، که څه هم چې کمزورې وي.
۲- که څه هم په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان په مسأله کې د ایران اسلامي جمهوریت ظاهراً له امریکا سره همکاري کړې وه، خو تر هغې وروسته چې د دغه هېواد ولسمشر جورج بوش ایران «د شرارت محور» وباله، د دواړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې. د طالبانو د رژیم نسکورېدل د دې لامل شول چې د القاعدې یو شمېر غړي ایران ته پناه یوسي. ایران هم هغوی بندیان کړل او یا یې په کورني بند کې وساتل. البته د القاعدې او ایران تر منځ دوه ځلي بندیان تبادله شوي دي.
تر هغې وروسته چې د جورج بوش ادارې پر عراق برید وکړ، ادعا کېږي چې ايران د امريکا د پوځ پر وړاندې د جګړې لپاره بغداد ته د القاعدې جنګيالي ولېږدول. په عراق کې د القاعدې څانګه هم هغه مهال جوړه شوه چې د صدام حسین حکومت د امریکا د پوځ په برید سره نسکور شو. ابو مصعب الزرقاوي په عراق کې د القاعدې مشري پر غاړه واخیسته چې د ۲۰۰۶ کال په جون کې په بغداد کې د امریکايي پوځیانو له خوا ووژل شو. القاعدې چې په عراق کې یې یو ناڅاپه سر راپورته کړ، که د ایران په څیر هیواد یې ملاتړ نه وای کړی، نو په هممهالي توګه له دوو سیالانو سره جنګېدل ورته سخت وو: د امریکا پوځ او په بغداد کې شیعه حکومت. که څه هم تهران پر دې پوهېده چې القاعده په عراق کې له صدام وروسته حکومت سره ښه نه ده، خو د امریکا د ګټو د زیانمنولو په نیت یې له دغې ډلې ملاتړ کړی دی. په عراق کې د القاعدې همدا څانګه وروسته پر داعش بدله شوه. په دې صورت کې له داعش سره د مبارزې په تړاو د ایرن د اسلامي جمهوریت ادعا هم په جالبه ښکاري.
۳- اسلامي جمهوریت چې په منځني ختیځ او په ځانګړي ډول د عراق، سوریې او لبنان په هیوادونو کې د شیعه ګانو په ملاتړ او د فرقه یيزو شخړو په پارولو تورن دی، د دغه تور د ناسم ثابتولو لپاره هڅه کوي له سني اسلامپالو ځواکونو سره اړیکې ټینګې کړي: اخوان المسلمین، القاعده، حماس، اسلامي جهاد او… تهران له دې اړخه دوه ډوله ګټه پورته کوي: لومړی دا چې غواړي وښيي چې د مذهب په لومه کې بند نه دی، بلکې په اسلامي نړۍ کې د یووالي د رامنځته کولو هڅه کوي. دویم، په قصدي توګه د سنیانو له منځه داسې ډلې غوره کړې چې د ایران له دوو دښمنانو: امریکا او اسراییلو سره دښمني لري. که د امریکا او اسراییلو د ګټو پر وړاندې د جګړې مسأله په منځ کې نه وای، ښايي ایران به د افراطي سني ځواکونو پر ملاتړ ډېر حساب نه کاوه، که څه هم چې په شیعه پالنه تورن شوی وای.
۴– ډیری شنونکي پر دې باور دي چې د ایران اسلامي جمهوریت پر القاعدې باور نه لري، ځکه یوه سني جهادي ډله ده چې له شیعه ګانو سره ښې اړیکې نه لري. له همدې امله، د دې لپاره چې القاعده پر امریکا برید ونه کړي، د هغې د مشرانو کوربتوب کوي، څو ځان د احتمالي ګواښ پر وړاندې بیمه کړي. د القاعدې له مشرانو د تهران کوربتوب دوه ماناوې لري: له یوې خوا غواړي انعطاف وښيي او له بلې خوا د القاعدې رضایت ترلاسه کړي. له بلې خوا، غواړي چې د احتمالي خطرونو پر وړاندې یې د ساتونکي ډال په توګه وکاروي. له همدې امله په ایران کې د القاعدې مشران یا په زندان کې وو یا په کور کې نظربند وو. البته له ۲۰۱۵ کال وروسته، دوی ته د ګرځېدو ازادي ورکړل شوه، چې یوه مهمه بېلګه یې د تهران په یوه واټ کې د محمد المصري او د هغه د لور ترور کېدل دي.
که القاعدې ته د ایران د پناه ورکولو په تړاو ادعا سمه وي، نو له امکانه لېرې نه ده، چې دغې ډلې دې د ایران د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې د منځګړي رول لوبولی وي، ځکه امریکا د درې واړو اړخونو ګډه دښمنه بلل کیږي، په ځانګړې توګه کله چې یې ځواکونو په افغانستان کې حضور درلود. له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په تړاو د ایران اندېښنه زیاته شوه، ځکه د ایران اسلامي جمهوریت د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک کېدو سره سخت مخالف و. د شنونکو په وینا، له دغه وخت وروسته، تهران د طالبانو د ډلې د ملاتړ هڅې کوي. په ۲۰۱۱ کال کې له عراقه د امریکا وتل هم پر افغانستان د ایران د زیات تمرکز لامل شول. د مایک پمپیو د ادعا له مخې، القاعده له ۲۰۱۵ کال راهیسې په ایران کې نوی عملیاتي مرکز لري. د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې هم ټينګې دي او ژر به ونه شلېږي. داسې ښکاري چې د افغانستان د سیاست په ډګر کې د امریکا ظاهري نشتوالي تر دې دمه د ایران، القاعدې او طالبانو اتحاد ته زیان نه دی رسولی.