د طالبانو د عدلیې پخوانی وزیر او د دغې ډلې یو بنسټ اېښودونکی ملانورالدین ترابي ویلي چې د قصاص او د بدن د غړو د پرې کولو سزا بیا عملي کوي. د هغه په وینا، که څه هم ښايي دا ډول سزاګانې د خلکو په وړاندې اجرا نه شي.
ملا نورالدین ترابي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه له اسوشېټد پرس سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي چې په تېرو وختونو کې د طالبانو د اعدامونو په هکله نیوکې چې د کابل په ستډیوم کې ترسره کېدل ردوي او نړۍ ته یې د افغانستان د نويو واکمنو په چارو کې د لاسوهنې په اړه خبرداری ورکړی دی.
ترابي له اسوشېټد پرس سره په خبرو کې ویلي: «ټولو پرموږ په سټدیوم کې د سزا د اجرا له امله نیوکه کوله، خو موږ هېڅکله د دوی د قوانینو او سزا په اړه څه نه دي ویلي، هېڅوک به موږ ته ونه وايي چې زموږ قوانین باید څه ډول وي، موږ له اسلامه پیروي کوو او خپل قوانین به د قرآن کریم پربنسټ عملي کوو.»
نړیوالې ټولنې تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب ویلي چې د طالبانو حکومت په نږدې راتلونکي کې په رسمیت نه پېژني، خو فکر کوم له طالبانو سره د خبرو امکان شته چې د دوی اراده وآزمویل شي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې له طالبانو سره په تعامل کې، د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل شامل نه دي. د هغه په وینا د طالبانو په اړه قضاوت به د دوی د خبرو او کړنو پربنسټ وي. له دې سره په یو وخت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تراوسه ددې وخت نه دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.
له بلې خوا، د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د نړۍ له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده. ښاغلي مجاهد تازه ویلي چې نوې کابینه د نړیوالې ټولنې له خوا له په رسميت پېژندلو وروسته، د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په هکله څېړنو ته زمینه برابروي. مجاهد ویلي: «ترهغه چې موږ په رسمیت ونه پېژندل شو او دوی نیوکه کوي، دا زموږ په اند یو اړخیز چلند دی، غوره ده چې له موږ سره یې چلند مسوولانه وي او زموږ اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني، له هغې وروسته چې هره اندېښنه ولري له موږ سره یې دې په قانوني توګه شریکه کړي، موږ د دوی اندېښنې لیرې کوو.»
له بلې خوا، په وروستیو ورځو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو هغه سزاګانې چې معمولا له دې مخکې د دوی له خوا عملي کېدې بیا ځلې یې پيل کړې دي. په دغو سزاګانو کې د تورن کس د مخ تورول او د دوی په غاړو کې د غلا شویو توکو ځړول دي چې د خلکو په مخکې یې د محکمې له حکم پرته اجرا کوي. تېره اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر تصویرونه خپاره شول چې په غلا د تورن کس مخ تور شوی او د خلکو په مخکې ګرځول کېده.
نورالدین ترابي ویلي چې دا ځل قاضیان له هغې جملې مېرمنې دوسیې څېړي، خو د افغانستان د قوانینو اساس او بنسټ به قران کریم وي. هغه ویلي چې پخوانۍ سزاګانې بیا راژوندۍ کېږي. دغه طالب چارواکي ټینګار کړی: «د لاسونو پرې کول د امنیت لپاره ډېر اړین دي.» د ترابي په وینا، کابینه په دې اړه د ارزونې په حال کې ده چې سزا د خلکو په مخکې اجرا شي که نه او په دې هکله به یوه تګلاره جوړه شي.
ترابي په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د پخواني شوروي له ځواکونو سره په جګړه کې خپله یوه پښه او یوه سترګه له لاسه ورکړي. هغه د طالبانو په نوي حکومت کې د زندانونو مسوول دی. نوموړي ویلي چې اوس طالبان د تلویزیون، ګرځنده ټلیفون، عکس او فلم کارولو ته اجازه ورکوي ځکه دا د خلکو یوه اړتیا ده او موږ په دې هکله جدي یو. نوموړي ټینګار کړی چې طالبان رسنۍ د خپل پيغام د رسولو لار ګڼي، هغه زیاته کړې: «اوس موږ پوهېږو چې سلګونه وګړو ته د رسېدو پرځای، میلیونونه کسانو ته رسېدای شو.»
نوموړي زیاته کړې، که سزاګانې علني شي، ښایي وګړو ته اجازه ورکړل شي له بهیره یې ویډیو او عکسونه واخلي ترڅو یې اغېزې زیاتې شي.
د نورالدین ترابي ددغو څرګندونو په غبرګون کې، له بشري حقونو ملاتړو بنسټونو تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په ۱۹۹۰ لسیزه کې نړۍ د کابل په سپورتي لوبغالي او د عیدګاه جومات په انګړ کې د سلګونه وګړو په مخکې تورنو ته د طالبانو سزاګانې تل غندلې دي.