۸صبح، فراه: فراه کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د موندلو په موخه د څلورو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د فراه د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال محمد ياسين ابو دوجانه د وږي په ٧مه ویلي، چې دغه څلور کسان يې د دې ولسوالۍ د مشکان سيمېڅخه د سرو زرو او لرغونو اثارو د موندنې یوې دستګاه سره يو ځاى نيولي دي.
د ده د څرګندونو له مخې، نيول شويو کسانو څخه درې تنه يې د خوست او پکتيا ولايتونو او يو بل تن د فراه ولايت اوسيدونکى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې طالب چارواکو ويلي و، چې د کندهار ولايت په سپين بولدک ګمرک کې يې پاکستان ته د شپږ ټنه المونيم دقاچاق مخه نيولې ده.