۸صبح، هرات: په هرات کې ځايي طالب چارواکو په «لرغونو سیمو کې د ناقانونه کېندلو» په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
په هرات کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دوشنبه د کب پر ۷مه ویلي چې دا دوه کسان د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه د ځمکې لاندې د کانونو کشفولو دوه الې او «ځيني لرغوني اثار» هم ترلاسه شوي دي.
د هرات ګلران ولسوالۍ له ایران سره په پوله پرته ده او طالبانو څه موده وړاندې هم دغه هېواد ته د لرغونو توکو د قاچاق په تور د دغې ولسوالۍ په اړوند کې یو کس نیولی و.
دا کسان داسې مهال نیول شوي چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د کانونو د استخراج په برخه کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره هوکړې لاسلیک کړې دي.
ورته مهال، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې هېڅ شرکت یا دولت حق نه لري چې له نامشروع رژیم سره د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې هوکړه لاسلیک کړي.