طالبانو پر رسنیو د پراخو محدودیتونو لګولو په دوام دا ځل عکس اخیستل او ویډیو کول «کبیره ګناه» بللې ده. د دعوت او ارشاد ریاست یو لوړپوړي طالب چارواکي ویلي چې رسنۍ دې له ویډیو اخیستلو ډډه وکړي. نوموړي ویلي چې د ډېریو خبریالانو «ذهن د فساد پر لور» دی. له دې سره هممهاله، په خوست کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ رسنیو ته خبرداری ورکړی که په رسنیو کې نجونو ته د ټیلفوني اړیکې نیولو زمینه برابره کړي، احضار او تر قانوني څار لاندې نیول کېږي. د طالبانو دا امر هغو رسنیو ته صادر شوی چې نجونو ته یې د زدهکړو او ټولنیزو پروګرامونو اسانتیا برابره کړې ده. نوموړې قوماندانۍ ویلي چې یو شمېر خصوصي رسنۍ اخلاقي فساد ته لمن وهي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز بیا د طالبانو دا ډول کړنې د اندېښنې وړ بللي دي.
د طالبانو د دعوت او ارشاد عمومي رئیس محمد هاشم شهید ورور په کابل کې یو سیمینار ته په خبرو کې ویلي: «د رسنیو کارکوونکو تاسې هم ږیرې پرېږدئ او له دې کارونو لاس واخلئ. ټول وخت مو په تصویر اخیستلو مه تېروئ. د تصویر اخیستل کبیره ګناه ده.» نوموړي ویلي: «د خبریالانو فکر و سوچ د فساد په خوا دی.»
دغه طالب چارواکي رسنۍ تورنې کړې چې ګوندې د دغې ډلې پر وړاندې د نړۍ ذهنیت مغشوشوي. نوموړي زیاته کړې: «کله چې خبره د یو مبلغ شي هغه تحریفوي او یوازې یې د خبرو هغه برخه خپروي چې خرابې ښکاري او هغه نړۍ ته هم خرابې ښيي.»
نوموړي له دې وړاندې ویلي و چې د عصري علومو زدهکړه فرض نه ده او یوازې د اسلامي علومو زدهکړه پر نارینهوو او ښځينهوو فرض دی.
له دې وړاندې دغه طالب چارواکي د نیکټايي اچول په اسلام کې ناروا بللي او زیاته کړې ده: «په اسلام کې د دې تاریخ مالوم دی چې دا نیکټايي څه شی دی، دا صلیب دی او کفري نښان دی چې له منځه وړل او شکول یې واجب دي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخوند د دغه ولایت ټولو دولتي بنسټونو ته امر کړی چې د عکس اخیستلو او ویډیو کولو څخه ډډه وکړي.
په دغه لیک کې راغلي: «د لیک له ترلاسه کولو وروسته په خپلو رسمي او نارسمي مجلسونو کې د ذیروح عکس اخیستلو او ویډیوکولو څخه ډډه وکړئ، ځکه د دې کړنو ضرر تر ګټې زیات دی.»
تازه طالبانو په خوست کې له راډیوګانو او ټلویزیونونو سره د ښځو او نجونو پر ټيلفوني اړیکو بندیز لګولی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې چې د کب پر ۵مه په خوست کې د طالبانو د امنیې قوماندان عبدالرشید عمري په لاسلیک خپور شوی دی.
په دې لیک کې د رسنیو مسوولانو ته خبرداری ورکړل شوی دی. د دغه خبرداري پر بنسټ، که د رسنیو مسوولان په خپرونو کې نجونو ته د ټیلفوني اړیکې نیولو زمینه برابره کړي احضار او تر قانوني څار لاندې به ونیول شي.
په دغه ولایت کې طالبانو د ښوونځیو درسونو او ټولنیزو خپرونو خپراوی چې نجونې پکې برخه اخلي د اخلاقي فساد د رامنځته کېدو لامل بللی او ویلي دي: «د خوست یو شمېر خصوصي راډیوګانې اخلاقي فساد ته لمن وهي چې ښه بېلګه یې د ښوونځيو درسونو او ټولنیزو خپرونو خپرول دي چې په ډېر شمېر کې نجونې پکې اړیکې نیسي.»
دا په داسې حال کې ده چې له رسنیو د څار مسوولیت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولیت ګڼل کېږي. د طالبانو امنیې قوماندانۍ د اداري تشریفاتو خلاف په خوست کې د درسي پروګرامونو په اړه ویلي: «د دې ښوونیزو او ټولنیزو خپرونو څخه په ناسمې ګټې اخیستنې، نجونې په رسمي او غیررسمي وختونو کې د خپرونو پر مخوړونکو سره ناروا اړیکې جوړوي چې دا ډول اړیکې له یوې خوا ټولنه اخلاقي فساد ته بیايي له بلې خوا د اسلامي معیارونو خلاف کار دی.»
د طالبانو دې ډول کړنو د خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو غبرګون هم راپارولی دی. د هغوی په خبره، طالبانو د خپلو پراخو بندیزونو په تعقیب چې اطلاعاتو ته لاسرسی او په ازاده توګه د اطلاعاتو پر ګردش یې محدویتونه پلي کړي، په خپلو وروستیو کړنو ښايي د ویډیوي او غږیزو رسنیو ټغر هم ورټول کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرايي رییس احمد قریشي وايي چې د رسنیو پر وړاندې د طالب ویاندویانو او نورو چارواکو دریځ بېل دی. د نوموړي په خبره، طالب ویاندویان اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون کې د تعدیلاتو خبره کوي چې دمګړۍ یې د مشر ملاهبتالله اخوندزاده، توشیح ته په تمه دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرايي رییس زیاتوي چې پر رسنيو د بنديزونو لګول د طالبانو په دننه کې د بېلابېلو ډلو د دوه قطبي بڼې ښکارونديي کوي. نوموړی زیاتوي چې ځينو برخو کې مصاحبهکوونکې چې ماسک یې نه وي اغوستی، رسنۍ له جدي ګواښ سره مخ شوې دي. د هغه په خبره، طالبانو د دغو رسنیو مسوولانو ته خبرداری ورکړی چې د دې چارې له تکرار سره به له ناوړه پاېلو سره مخ شي.
ښاغلي قریشي د طالبانو وروستیو څرګندونو په اړه ویلي چې دې چارې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي او د رسنیو پر چارو اغېز پرېباسي. نوموړی زیاتوي: «د قانون له مخې، ښځې او نارینه د کار له مساوي حقونو برخمن دي او قانون محدودیت نه مني؛ خو د محدودیتونو په لګولو نه یوازې دا چې په ازاده توګه کار نه شي کولای، دا محدودیتونه د رسنیو څارونکي هم له ستونزې سره مخ کوي.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرايي رییس ټينګار کوي چې د طالبانو محدودیتونه د دې لامل کېږي چې رسنۍ خپل ډېر څارونکي له لاسه ورکړي. نوموړی وايي: «څارونکی له رسنۍ کومه تمه چې لري، د طالبانو د محدودیتونو له کبله نه شي ترلاسه کېدای. کله چې رسنۍ د څارونکو له کمښت سره مخ شي، په هغه ډول اغېز نه لري. په ټوله کې پر خپله رسنیو منفي اغېز پرېباسي.»
له دې سره هممهاله، د هېواد ځينې اوسېدونکي وايي چې طالبان بېوزلي، بیکاري، کډوالي او له زدهکړو، کار او ټولیزو برخو د ښځو راګرځول نه ګوري، دولتي څوکۍ یې نیولي او د افغانستان ستونزه یې یوازې د عکس په اخیستلو کې رانغاړلې ده.