۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې له طالبانو جلا شوي قوماندان عبدالحمید مجاهد د طالبانو د پوځ د لوی درستیز قاري فصیح الدین له خوا د ده د تسلیمېدو په تړاو غوښتنه رد کړې ده.
ځایي سرچینې سه شنبه د تلې پر پنځمه نېټه وایي، چې بدخشان کې له طالبانو د دغه جلا شوي قوماندان له مبارزې وروسته د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین د بدخشان یوه ډله سپينږیري او مشران د عبدالحمید د تسلیمېدو لپاره ورلېږلي دي.
د سرچینو په وینا، مجاهد د فصیح الدین له خوا ورلېږل شویو کسانو ته د ده غوښتنه رد کړې او د طالبانو پروړاندې یې پر وسله والې مبارزې ټینګار کړی دی.
بدخشان کې د طالبانو نامتو قوماندان عبدالحمید مجاهد د خپلمنځي اختلافونو له امله له خپلو لسګونه کسانو سره تېره اوونۍ له طالبانو جلا شو. هغه د بدخشان په یفتل ولسوالۍ د دې ډلې پروړاندې جګړه کې پيل کړې ده.