۸صبح، بدخشان: طالبانو د بدخشان ولایت په نُسی ولسوالۍ کې د شیعه او سني مذهبونو د نجونو او هلکانو واده کول منع کړي دي.
طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره چې یوه نسخه یې جمعه د سلواغې په ۱۴مه خپره شوې ویلي چې دا حکم یې د دیني او عقیدتي ملاحظاتو له امله صادر کړی دی.
د بدخشان ولایت په نسی کې د طالبانو د ولسوال په خبرتیا کې راغلي: «د دیني او عقیدتي ملحوظاتو له امله ددې ولسوالۍ ټولو قومونو ته سپارښتنه کېږي چې له دې وروسته له اهل سنت والجماعت څخه اهل تشیع ته او همداراز اهل تشیع اهل سنتو ته د لوڼو ورکولو حق نه لري.»
په دې ولسوالۍ کې طالبانو ټینګار کړی، که د هلک او نجلۍ د نکاح پر وخت کومه شرعي ملاحظه یا شرط ولیدل شي، د ولسوالۍ له ادارې سره دې موضوع شریکه شي.
یو شمېر هېوادوال د طالبانو دا پرېکړه تبعیض او مذهبي تعصب ته لمن وهل ګڼي.
طالبانو پر افغانستان په یو نیم کلنه واکمنۍ کې په ځلونو په توپيري چلند تورن شوي؛ خو دا تورونه تل د دې ډلې له خوا در شوي دي.