د طالبانو ویاندویان هره اونۍ د دوی د رژیم د کابینې د غونډې او ځينو پریکړو خبر ورکوي، خو تراوسه یې یو ځل هم د دغو غونډو کوم تصویر نه دی خپور کړی.
دوی نه دي ویلي، چې کابینه یې چېرته، د چا- چا په ګډون، له څه ډول اجنډاوو او څومره وخت لپاره غونډې کوي؟
د طالبانو د رژیم مخکینۍ غونډې د دوی د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ اعلانیدې، خو اوس یې طالب ویاندویان مشري د ملا حسن اخوند موقتي ځای ناستي مولوي عبدالکبیر ته منسوبوي.
د طالبانو په وروستۍ اعلامیه کې د دوی د کابینې د ۲۳ مې غونډې د سرته رسیدو خبر ورکړل شوی، خو روښانه نه ده چې دا غونډه چېرته او د چا- چا په ګډون شوې ده.
د طالبانو د کابینې د غونډو راپورونه او د دوی د نالیدل شوي مشر ملاهبت الله اخوندزاده اعلامیې له دې اړخه سره ورته ښکاري، چې نه د ملاهبت الله کوم رسمي عکس لیدل شوی او نه د طالبانو د کابینې د غونډو کوم عکس خپور شوی.
د ملاهبت الله د عکس نه خپریدو دلیل دا ګڼل کیږي، چې ګواکې دغه ملا په ذهني لحاظ لا هم په څو پېړۍ مخکې فضا کې ژوند کوي او ذهن یې لا د عکسونو خپرول، کفر مطلق ګڼي! خو د هیواد یوه یوه وګړي سره دا پوښتنه ده، چې که عکس شرعاً بند وي؛ نو امیر باید د هر ډول زیروح د عکس او څېرې ثبت او نشر د بندولو امر وکړي، او ژرتر ژره- د دوي په اصطلاح- ددې ګناه دروازه وتړي؛ کنه نو باید په زړوتیا راووځي او په ښکاره میدان ودرېږي او کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ راوغواړي او ځان هېوادوالو او ټولې نړۍ ته ښکاره کړي. خو که د مرګ وېره لري، دا خو بیا د مسلمان له عقیدې سره نه جوړېږي، ځکه مسلمان خو د مرګ د وخت او ځای په هکله زرې قدرې شک نه کوي!
د طالبانو د کابینې د غونډو د تصویرونو نه خپریدل بیا کېدای شي، نورې انګېرنې لري. د طالبانو د سرسختو مخالفانو یوه سخته انګېرنه داده، چې د دوی د کابینې غونډې له سره کیږي نه. د پښتونخوا د مشهور سیاستوال افراسیاب خټک په شان ځينې کسان باور لري، چې د طالبانو رژیم اساساً د پاکستان په استخباراتو کې د یوې ځانګړې برخې لخوا اداره کیږي. ددغې انګېرنې څښتنان زیاتوي، چې د طالبانو زاړه او کلیوال ملایان پر دولتي څوکیو په سمبولیک ډول ناست دي، خو چارې یې عملاً په پاکستان کې د روزل شویو ځینو طالب او قبایلي ځوانانو لخوا، مخته وړل کیږي.
بله انګېرنه داده، چې د طالبانو له مختلفو سره مخالفو ډلو څخه د دوی جوړه شوې کابینه یو ځل هم د ملاحسن یا مولوي کبیر په مشرۍ غونډه نه ده لرلې یا نه شي لرلای، ځکه خو یې د غونډو عکسونه نه خپریږي. دا انګېرنه تر ډېره منطقي هم ښکاري، ځکه څنګه کیدای شي چې د ملاعمر زوی او د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ملاسراج الدین حقاني، د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر او د رئیس الوزرا اوسنی اقتصادي مرستیال ملابرادر او داسې نور د ملاحسن یا مولوي کبیر په شان کس تر رهبرۍ لاندې غونډه کې یوځای ګډون وکړي.
د یادو څېرو نور ګډ عکسونه هم ډېر لږ لیدل شوي، ځکه هر یو تر بل ځان ډېر ځواکمن او د لوړو دندو حقدار بولي. د طالبانو د خپلمنځي ایتلافي رژیم هر لوری فکر کوي، چې تر نورو یې ډېر ځانمرګي بریدونه، چاودنې، ورانۍ او وژنې کړي او بل لوری حق نه لري، چې اوس د دوی په برخه د رسیدلي دولتي مقام له چارو راپور ورڅخه واخلي.
طالبانو د خپلو کابینې له غونډو پرته په نورو برخو کې هم نه ده ښودلې، چې لږ ترلږه په خپل منځ کې چا ته ځواب ویونکي دي یا کوم سلسله مراتب لري، یا په اداري پروتوکول باورمن دي.
په دې برخه کې د نالیدل شوي هبت الله موضوع جلا ده، چې هغه ځینې وخت له کابله هر طالب مقام ور احضاروي، راپور یا پیسې ترې غواړي او د خپل شخصي لښکر لپاره د همکارۍ یا فرمانونو د عملي کولو حساب ورڅخه غواړي.
د طالبانو کابینه هم ښایي د دوی د هرې بلې برخې او ځانګړنې په شان، د نورې نړۍ خلکو ته حیرانونکې او د جالب خبر بڼه ولري، خو افغانانو ته بیا شرمونکي او ځورونکي دي، ځکه نیږدې دوه کاله کیږي، چې پيریانو ته ورته خلک او رژیم پرې واکمن دی، نه یې څېرې ښکاره دي، نه یې سوابق او نه هم ورسره د هېواد راتلونکی مسیر او برخلیک!
د کابینې د غونډو په اړه یې پر ريښتیا او دروغو بحث یوازینی اړخ نه دی. طالبان له سره تر پښو، له پيله تر ننه، هره ورځ او هره شېبه افغانانو ته مشکوک او مرموز دي. د طالب پېچلی جوړښت او پېچلې کړنې ورځ تربلې دا شک پياوړی کوي، چې دغه پدیده په استخباراتي نطفو کې زیږیدلې، وده یې کړې او لکه یو خطرناک ویروس د افغانانو او نورې نړۍ ورځینی ژوند او ثبات ګواښي!