۸صبح، زابل: په زابل کې ځایي سرچینې وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام په دغه ولایت کې له څه باندې زرو کسانو سره نغدی مرسته کړې ده.
د یکشنبې په ورځ (د غوایي په ۳۱مه)، د زابل په سیوره ولسوالۍ کې، پر ۱۶۰۰ کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
دغه کسان د څوکۍ ولسوالۍ د اوبو په بندونو کې په کار ګومارل شوي و او د کار په پای کې نغدي پيسې ورکړل شوې.
د خوړو نړیوال پروګرام ددغو کسانو له هر یوه سره ۷۴۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده.
د خوراک نړيوال پروګرام نغدي مرسته تر دې وړاندې هم په زابل ولايت کې پر اړمنو کورنيو وېشل شوی وه.
په دې وروستیو کې دغې ادارې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې، له بزګرانو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې هم کړې دي.
تېره ورځ د خوړو نړیوال پروګرام په لغمان ولایت کې، لسګونه کروندګرو ته د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز وسایل ووېشل.