۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی دی.
مجاهد پنجشنبه د کب پر ۱۷مه په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي پېښو د ۳۷ سلنې ډېروالي په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور «دجل او مغرضانه» دی.
په ویناپاڼه کې راغلي: «د دې پر ځای چې د مخدره توکو له قاچاقبرو سره د نښتو په اړه وستایل شي . . . په ټولییز ډول له دې موضوع څخه د افغانستان د ناامنه ښودلو لپاره کار اخیستل کېږي.»
طالبان باوري دي چې ګوتېرېش په خپل راپور کې په قصدي ډول له قاچاقبرو سره نښتې له ناامنۍ سره تړلې دي.
هغوی ملګري ملتونه د «خلکو د ذهنیت په خرابولو» تورن کړي او ویلي دي چې د دغه سازمان راپور ته د شک په سترګه ګوري او دا د ملګرو ملتونو سازمان له نوم څخه بده استفاده بولي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د افغانستان د وضعیت په هکله په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي و چې په دغه هېواد کې د امنیتي پېښو کچه لوړه شوې او په خبره یې، طالبان د «حکومتولۍ په بنسټيزو مسلو» کې له زیاتېدونکو داخلي اختلافاتو سره مخ دي.
نوموړي په خپل راپور کې د طالبانو د پوځي مخالفانو فعالیتونو ته په اشارې ویلي چې د افغانستان د ازادۍ جبهې جنګیالیو د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ څخه د روان کال د جنورۍ تر ۱۰مې پورې د دغې ډلې د جنګیالیو پر وړاندې ۲۴ تایید شوي بریدونه کړي دي.
د هغه په خبره، د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهه تر ډېره په پروان کې فعاله وه؛ خو په خپل دوديز مرکز (پنجشېر) کې يې هېڅ بريد نه دى کړى.
بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا هم ویلي چې دا هېواد د بېثباتۍ، اورپکۍ او نړۍ ته یې د صادرېدو سرچینه ده.