۸صبح،غور: په غور ولایت کې د طالبانو ځايي مسوولانو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې ددې ډلې لومړۍ محکمې شپږ تنه په بېلابېلو جرمونو «شرعي دُرې» وهلي دي.
په غورکې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر دوشنبه د وږي په ۱۴ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا کسان د اخلاقي فساد، لواطت او غلا په جرمونو په حبس او شرعي دُرو محکوم شوي دي.
د خبرپاڼې پربنسټ یوه نجلي او هلک د اخلاقي فساد په تور او درې کم عمره هلکان د لواطت په تور د طالبانو د لومړۍ محکمې له خوا په بند او شرعي دُرو محکوم شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یو تن هم د غلا په تور د دې ولایت د ښاري محکمې له خوا له اثبات او اعتراف وروسته، په ۳۹ شرعي دُرو محکوم شوی دی.
له دې مخکې هم د طالبانو محکمې په غور کې یو شمېر کسان په سزا محکوم کړي او «شرعي دُرې» یې وهلي دي.