۸صبح، فاریاب: فاریاب کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د خبریالانو د ستونزو هواري لپاره په رامنځته شوې ناسته کې ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه ورنه کړه.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه ناسته سه شنبه د غبرګولي پر ۱۰، د خبریالانو د ستونزو د هواري لپاره جوړه شوې وه.
دغه ناسته داسې حال کې ترسره شوې، چې تېره اوونۍ د فاریاب درې تنه خبریالان په دغه ولایت کې ونیول او وروسته په ضمانت سره ازاد شول.
تر دې مخکې په هرات کې هم طالبانو په یوه ناسته کې د ښځو د ګډون مخه نیولې وه.