د ۲۰۲۱م کال د جولای او اګست په میاشتو کې هغه وخت چې ولسوالۍ او ولایتونه یو په بل پسې طالبانو ته تسلیمېدل، د څو سوه زره پوځیانو او د هغوی د کورنیو برخلیک په یوې اندېښنې اوښتی و. هغه کورنۍ چې د خپلو ځوانو سرتېرو په ډېره لږه تنخوا تړلي وې، له یوې خوا د لوږې وېرې او له بلې خوا د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې د چلند احتمال اندېښمن کړي وو. وروسته چې د طالبانو تبلیغاتي ویډیوګانې خپرې شوې او په هغو کې ډله ډله پوځیان د خدای په امانۍ او خپلو کورونو ته د بېرته تګ په حالت کې لیدل کېدل، د غچ اخیستنې، زنداني کولو او د سرتېرو د ډله ییز اعدام وېره له منځه ولاړه. خو راتلونکی د هغو ټولو سرتېرو او کورنیو لپاره یې تر بل هر چا تیاره و. دغه واقعیت پرته له هغو نه بل چا په اسانۍ نه شوای درک کولای. ډېری خلکو د طالبانو احتمالي مهربانۍ او ترحم لپاره نسبي دلایل درلودل. حتی یو شمېر سیاستوالو او دولتي لوړپوړو مدیرانو هغو اړیکو او مالي امکاناتو ته په تکیې چې په واک کې یې درلودل، فکر یې کاوه چې که چېرې چوپتیا غوره کړي او د طالبانو مزاحم نه شي، کېدای شي د تېر سیاست او ماموریت په خاطر ونه وژل شي؛ خو سرتېري تر وروستۍ ورځې پورې د طالبانو پر وړاندې لاس په ماشه ولاړ وو. هغوی خپلو کورونو ته له راتګ سره، هر چا د خپلو تېرو سوابقو او امکاناتو ته په کتو یوه لاره غوره کړه. څوک کلیو ته لاړل او په سیمه ییز او کورني پوښښ کې یې پناه واخیسته، چا زړونه غټ کړل او پېښو ته په تمه کښېناستل او یو شمېر نورو په بېړه د هېواد پرېښودو ته اقدام وکړ. د ۸صبح د تېرې میاشتې د راپور له مخې، ایران د دغو پوځیانو اصلي موخه وه او د غیر رسمي شمېرنو پر بنسټ څه باندې ۱۰۰ زره سرتېرو زمونږ لوېدیځ ګاونډي ته پناه وړې ده؛ خو ټولو د هېواد د پرېښودنې امکانات نه درلودل او یا هم وړاندې تر دې چې لاس په کار شي، قرباني شول. یو شمېر یې وروسته له یو:څه مودې د اسنادو د نه لرلو، بې روزګاريو یا کورنيو مسایلو ته د رسېدنې لپاره افغانستان ته بېرته راستانه کېږي.
دې چارې ډېر وخت ونیوه څو رسنۍ او سیاستوال هغې تراژیدۍ ته متوجه شي چې پخواني پوځیان ورسره لاس او ګرېوان وو. د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو څېړنیز راپور خپور کړ چې له مخې یې د طالبانو د حاکمیت په لومړنیو شپږو میاشتو کې د پخوانیو کارکوونکو او امنیتي سرتېرو په تراژیدي ډول وژل ترسره شوي وو. یادې ورځپاڼې د ټول هېواد په کچه د وژلو ګډوډه نقشه هم چمتو کړې او لیدل کېږي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پخوانیو کارکوونکو او پوځیانو د حذف لړۍ روانه ده. روښانه ده چې په نیویارک ټایمز کې خپرې شوې شمېرې بشپړې نه وې او د طالباني حاکمیت تر فشار لاندې شرایطو کې ډېری نا ثبت کړای شوي کسان قرباني شوي وو.
یاد راپور د یو څه مودې لپاره په رسنیو کې لاس په لاس کېده، خو د طالبانو په چلند او د سرتېرو په خوندیتوب یې هېڅ اغېز ونه کړ. ځکه په هماغه ډول چې په تېرو شلو کلونو کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال د دغو سرتېرو مرګ او رنځ حساسیت را ونه پاروه، له سقوط وروسته هم څنډې یا په حاشیه کې پاتې شول. سرتېري تر هغه وخته پورې چې دولتي دستګاه پورې تړلي وي، د ډلییز هویت څښتن وي او کولاي شي د ټولنې د یوې ډلې په توګه عمل وکړي، خو کله چې دولت او نظام له منځه ولاړ شي، هغوی په زیانمنونکو وګړو اوړي او له یو بل سره د پام وړ اړیکې او مشترکات نه لري څو یو حمایتي ځواک رامنځته او د ګډو ګټو لپاره، د یو بل تر څنګ ودرېږي، لابي وکړي او خپل ګډ دښمنان له ګواښ سره مخ کړي. قوماندانان او پوځي مشران هم له سرتېرو سره سازماني او پایښت لرونکې اړیکه نه لري څو د دولت په نشتون کې وکړای شي حمایتي ځواک رامنځته کړي. سرتېري په واقعیت کې په هغو نښان لرونکو، یوازې او بې دفاع قربانیانو بدل شوي چې هر سیمه ییز قوماندان او ټوپک په لاس طالب زورواکي کولای شول د بېلابېلو پلمو له لارې هغوی زنداني، وهل ټکول او له منځه یوسي.
د سرتېرو وهل ټکول او وژل دوام لري او هره ورځ د هغوی د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه خپرېږي. د بېلګې په ډول د سږکال د تلې د میاشتې په ۲۷مه نېټه، په ۸صبح ورځپاڼه کې یو راپور خپور شو چې پر بنسټ یې د (د ۱۴۰۱ کال تلي له ۲۴مې د زمري تر ۲۴مې) پورې د دوو میاشتو په لړ کې، د دغې ورځپاڼې د پېښو د ورځنیو شمېر له مخې، د پخواني حکومت د ۲۰ پوځیانو وژل کېدل ثبت شوي وو. دې ته په پام چې طالبانو له خلکو نه د اطلاع رسونې حق اخیستی دی او په پایله کې یې د پېښو خبرونو ته لاسرسی ډېر لږ شوی دی، له همدې امله دا ډول راپورونه بشپړ نه دي او یوازې د تراژيدي یا فاجعې یوې څنډې ته انعکاس ورکوي. په یاد راپور کې د شاملو قربانیانو په منځ کې، د یو شمېر نسبتا د نوم او منصب څښتن د وګړو نومونه هم لیدل کېږي، له ډلې یې په ننګرهار کې د پخواني سیمه ییزو پولیسو قوماندان شکرالله او د خلم ولسوالۍ د پخواني امنیت امر قاري قدیر، چې دواړه د روان کال د زمري په میاشت کې ووژل شول. د ملي امنیت د پخواني ډګروال خان محمد نوم هم په یاد راپور کې ثبت شوی دی چې نوموړی یې د وهلو ټکولو له لارې وژلی و.
سره له دې چې امارت ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته د پخوانیو پوځیانو د وهلو ټکولو او وژنو بهیر درول شوی نه دی، خو په دې وروستیو ورځو کې د دا ډول خبرونو شمېر په اندېښمنونکي ډول زیات شوی دی. د تېرو څو ورځو راپورونو ته په کتو، لیدل کېږي چې هره ورځ د پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه خپرېږي. د روانې اوونۍ د (کب په ۲۰مه) شنبې ورځ د کونړ ولایت د مرکز د اوسېدونکي انعام الحق مړی، د اسعداباد په «دم» کلي کې وموندل شو. سیمه ییزو سرچینو ویلي دي چې ښاغلی انعام الحق په ډزو وژل شوی او مړی یې سیند ته اچولی و. د یو بل خبر له مخې چې د اطلاعات روز په وب سایټ کې خپور شوی دی، د یکشنبې په ورځ د کب په ۲۱ مه نېټه، پخوانی پوځي سید خداداد یې د مزارشریف ښار د اتمې ناحیې اړوند د «بلخ باستان» په سیمه کې په خپل کور کې او د خپلې کورنۍ د غړو تر مخې وژلی دی. سید خداداد لکه د ډېری پخوانیو سرتېرو په شان، لږ عاید لرونکی او کارګر و. نوموړي د دولت له سقوط وروسته، د دره صوف بالا د ډبرو سکرو په کان کې کار کاوه.
له هغه نه یوه ورځ وروسته دوشنبه د کب په ۲۲مه نېټه، د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د ملي امنیت پخوانی مدیر ګل مت خیل، د طالبانو له لوري نیول شوی دی. د هغه خبر له مخې چې په ۸صبح کې خپور شوی دی، ښاغلي ګل مت خیل د دولت له سقوط وروسته، ایران ته پناه وړې وه او تازه هېواد ته بېرته راغلی و. څه موده وړاندې په ایران کې پناه غوښتونکو سرتېرو له خپل بې برخلیک وضعیت نه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې وو چې که هېواد ته راستانه شي له وهلو ټکولو او وژل کېدو سره مخ کېږي. په هماغه ورځ (د کب په ۲۲مه) طالبانو د اندراب د درې د کاسه تراش د کلي اوسېدونکی ویس الدین هم له خپل کور نه نیولی دی. په خبر کې راغلي دي چې ویس الدین په پخواني حکومت کې د پولیسو د ځانګړې قطعې غړی و.
طالبان د پخوانیو پوځیانو د وژلو او له امارت سره د نورو زنداني هېوادوالو د لامل په اړه د قربانیانو کورنیو، رسنیو او د بشرحقونو بنسټونو ته هېڅ ډول اطلاعات په واک کې نه ورکوي. هغوی پرته له توضیح کورونو ته ننوځي، هغه کسان یې چې په نښه کړي وي، وژني او هغه ځای پرېږدي او یا هم هغوی ناڅرګنده ځایونو ته بیايي او څو ورځې وروسته یې مړی د سیند په غاړه یا هم د سړک تر څنګ اچوي. د عدالت غوښتنې لپاره هېڅ مرجع نه شته او د قربانیانو د کورنیو غړي پرته له دې چې کورني یا هم نړۍوال بنسټ ته خپل شکایت ورسوي، د خپل عزیز مړی خاورو ته سپاري او په وېرې سره کورته ستنېږي او نویو پېښو ته سترګې په لاره وي. طالبان د دغې چوپتیا نوم اطاعت، نظم او امنیت ایښی دی. په ظاهر ډول دا چې د خلکو پر وړاندې یې ظلمونه کړي دي، بېرته د چیغو ځواب نه ترلاسه کوي، د بریا احساس کوي او د هېواد د سیاست ډګر څه نا څه ورته سم او په خپل اختیار کې ویني؛ خو دا چوپتیا به تر کله دوام وکړي؟ خلک به تر کوم وخت پورې د فردي او ټولنیزو کړاونو د ګاللو لپاره، زغم ولري؟