۸صبح، غزني: د غزني طالب سیمهییز مسوولان په دغه ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ د ځانوژنې خبر ورکوي.
د طالبانو د غزني امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپراوي سره ویلي چې دې نجلۍ سېشنبه د غويي پر ۱۱مه شپه مهال د قره باغ ولسوالۍ په «ګوډلي» کلي کې ځان زندۍ کړی او ژوند یې پای ته رسولی دی.
که څه هم د دې نجلۍ د ځانوژنې اصلي انګیزه تر اوسه نه ده په ډاګه؛ خو طالبانو ادعا کړې چې دا پېښه د «کورنۍ ستونزې» له کبله شوې ده.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هېواد کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.
څه موده دمخه د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې یوې ناوې ځانوژنه کړې وه.