۸صبح، کابل: طالبانو «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او راستنېدو کمېسیون» کړنلاره نن شنبه د غويي پر ۳۱ په یو خبري کنفرانس کې اعلان کړه.
دغه کمېسیون له پخوانیو سیاسي او امنیتي چارواکو سره ژمنه کړې، چې د عادي ژوندانه شرایط به ورته برابروي.
د دغه کمېسیون په لایحه کې راغلي، چې ټول سیاسي او نظامي شخصیتونه، استازي او ملکي کارکوونکي چې د خوندیتابه د نشتوالي له وېرې بهر ته تللي یا هم هغه کسان چې په کور دننه له طالبانو سره مخالفت لري وپېژندل شي او عادي ژوندانه د راستنولو لپاره دې ورسره اړیکه ونیول شي.
د طالبانو د اعلان له مخې، دا کمېسیون هغو راستنېدونکو او په کور دننه شخصیتونو ته چې له مخالفته لاس په سر شي، د خوندیتابه کارت ورکوي.
طالبان وايي، چې «له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنېدو کمېسیون» د هغوی د سیاسي کمېسیون په چوکاټ کې جوړ شوی دی. دا کمېسیون د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهابالدین دلاور په مشرۍ د طالبانو د ځينو نورو سیاسي او پوځي چارواکو په ګډون فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې مخکې د ټولبښنې له اعلان سره سره خپل ګڼ مخالفان، په ځانګړې توګه پخواني امنیتي ځواکونه نیولي، ربړولي او وژلي يې دي.