۸صبح، تخار: د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت په اړه د نجونو له فرمان وروسته د دغې پرېکړې پروړاندې د اعتراضونه لمن مخ په پراخېدو ده.
تخار کې سیمهییزې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې طالبانو په تالقان ښار کې د زدهکړیالو او زدهکوونکو نجونو اعتراض ځپلی دی.
د سرچینو په وینا طالبانو تېره ورځ دوه اعتراضکوونکي هلکان او نن شپږ تنه نجونې اعتراضکوونکې نیولې دي.
ډېری اعتراضکوونکي د ښوونیزو مرکزونو زدهکوونکي او د خصوصي پوهنتونونو زدهکړیالان دي، چې د یونساباد د پوهنې په کوڅه کې سره غونډ شوي وو.
د سرچینو په وینا طالبانو له اعتراضکوونکو سره تاوتریخوالی کړی او ځایي خبریالانو ته یې هم د دغې پېښې د پوښښ اجازه نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې هرات کې هم د نجونو اعتراض ځپل شوی دی. طالبانو د اعتراضکوونکو نجونو د مخنیوي لپاره له اوبه پاشونکو موټرو کار اخیستی دی.