غندنه، که تعامل، هېوادوال د طالبانو پر وړاندې د نړيوالې ټولنې پر دوه ګوني سياست نيوکه کوي

هېوادوال له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې چلند یو «دوه ګونی سیاست» بولي او د نړۍ د هېوادونو له استازو غواړي چې د افغانانو پر وړاندې او پر هېوا د طالبانو د واکمنۍ د ملاتړ د څرنګوالي په تړاو خپل دریځ څرګند کړي. د هېواد د پلازمېنې او نورو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي، د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته د نړيوالې ټولنې له پراخو غبرګونونو وروسته، وایي چې بايد نړيواله ټولنه د طالبانو لپاره څرګند تعریف ولري. د هغوی په وینا، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ پوهېږي چې د دې ډلې سختې تګلارې د پخوا په پرتله لا سختې شوې دي، خو لا هم له دغې ډلې سره په تعامل کې ده او په مستقیمه توګه د دې ډلې د پیاوړي کولو لپاره هره اوونۍ پیسې ورلېږي. هغوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالب پالنې سیاست ودروي او د نړیوال امنیت پر وړاندې د دغې ډلې ګواښونه جدي وګني.
یو هېوادوال احمدالله سدیس له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان په تړاو دوه مخی سياست لري. د هغه په وینا، نړۍ باید د«غندنې او تعامل» تګلارې ته دوام ورنه کړي. د ده په اند، نړيواله ټولنه په داسې حال کې چې پوهېږي طالبان هېڅ نه دي بدل شوي او په عصري ارزښتونو او د افغانستان د نننۍ ټولنې په واقعيتونو باور نه لري، دې ډلې ته په اوونۍ کې څلویښت میلیون ډالره لېږي. هغه ټینګار کوي چې دغو پیسو طالبان نور هم زړور او چاغ کړي او له همدې امله له څه نه وېره نه لري.
یوه اعتراض کوونکې نجلۍ زهره (مستعار نوم) په داسې حال کې چې له ډېرې غوسې او خپګانه یې ستونی له غریوه ډک شوی، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «نړۍ د طالبانو تر څنګ ده. که نړۍ له دې ډلې سره تعامل ونه کړي، پیسې ور ونه لېږي، طالبان یوه ورځ هم د خلکو پر وړاندې د درېدو تاب نه لري. امریکا او متحدین یې غله ته وایي غلا کوله د کورڅښتن ته وایي بیدار اوسه. له همدې امله طالب خپل جنسیتي تبعیض ته دوام ورکوي. د دغې اعتراض کوونکې نجلۍ په وینا، ترڅو چې نړۍ له طالبانو سره خپلې اړیکې له یوې خالصې سیاسي نقطه تعریف کړي، طالبان به پر هېڅ «جنایت او سختۍ» پښیماني څرګنده نه کړي. دغه معترضه زياتوي: «سره له دې چې نړۍ د طالبانو په ملاتړ کې خپله ګټه ويني، خو ډېر وخت به نه وي وتلی چې د طالبانو ګواښ نور هم پراخ او نړيوال شي.»
د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني هم د امریکا له لوري د ښځو د تحصیل د بندیز د غندلو په غبرګون کې وویل:« د طالبانو د نوې پرېکړې پر وړاندې د یوه ټوېټ خپرول کافي نه دي.» د جمعیت اسلامي مشر له واشنګټنه په غیر مستقیم ډول غوښتي چې طالبانو ته د اوونۍ د ۴۰ میلیونه ډالرو مرستې لېږل ودروي. ښاغلي رباني په یوه ټویټ کې لیکلي: « ایا متحده ایالات به د افغان میرمنو پر وړاندې د طالبانو د نوې پریکړې په اعتراض کې چې هغوی د خپل تحصیل له اساسي حقه محروموي، دا ځل یوازې د یوه ټویټ پر کولو ځان محدود کړي؟» ایا امریکا متحده ایالتونه به په اونۍ کې د څلویښت میلیون ډالرو په ورکړې سره د طالبانو د رژیم ملاتړ وکړي؟» د جمعیت ګوند مشر په یوه ټویټ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټک کړی او ویلي یې دي: « تاریخ ښودلې چې زاریو هېڅکله کار نه دی ورکړی»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د نجونو پر زده کړو او تحصیل له بندیز وروسته، له شپږم ټولګي د پورته نجونو پرمخ د کتابتونونو او کورسونو دروازې هم تړلي او ښځو او نجونو ته یې د ښوونیزو او تحصیلي اسنادو پر وېش بندیز لګولی دی. د دې ډلې د لوړو زده کړو وزارت د نجونو د تحصیل د بندېدو د حکم له صادرولو وروسته ، استدلال وکړ چې د نجونو لپاره د زده کړې ځینې برخې له «افغاني عزت او اسلامي اصولو» سره په ټکر کې دي. د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو ځنډول د بشري حقونو د ډېرو نړیوالو سازمانونو له خوا د «بشریت ضد جنایت» او د «نړیوالو جرمونو» یوه بېلګه بلل شوې ده. بل خوا، د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د نجونو پر تحصیل د بندیز د دوام په اعتراض کې استعفاوې کړې او د نړۍ ډېرو هېوادونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او غیر انساني یې بللې ده
طالبانو د ښځو پر فعالیتونو د جدي محدودیتونو له لګولو وروسته، له ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو نه د ټولنې د دغه پاړکي د منعې او بشپړ حذف په تړاو یو سند خپور کړ. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د لیندۍ په ۲۹مه، ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته یو لیک استولی، چې پکې ویل شوي، د طالبانو د کابینې د پرېکړې له مخې، تر امرثاني پورې تحصیلي مرکزونو ته د نجونو او ښځو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.
د دې پرېکړې تر اعلان یوه ورځ وروسته، د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ویلي دي چې د نجونو لپاره ځینې څانګې له «افغاني عزت او اسلامي اصولو» سره په ټکر کې دي. هغه د پنجشنبې په ورځ د مرغومې په لومړۍ نېټه د دې ډلې تر ادارې لاندې ملي راډيو ټلوېزيون سره په مرکه کې دې ته اشاره وکړه، چې د لوړو زده کړو په برخه کې کارونه د دوى د پلانونو پر بنسټ نه دي عملي شوي. د هېوادوالو په وینا، د طالبانو دا اقدام ښيي چې پر ښځو به نور سخت بندیزونه ولګول شي او د دوی په وینا، له هغوی به ان «ساه اخیستو» حق هم واخیستل شي.
په دې ټلویزیوني مرکه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د پوهنتونونو او ښوونیزو موسسو د تړلو لاملونه «د ښځو د لیلیو شتوالی، له محرم پرته له یوه ولایته بل ولایت ته د هغوی راتګ، د ښځينه محصلانو له لوري د شرعي حجاب نه مراعات کول او د ګډو ټولګیو دوام» بللی دی
ډیری نجونې او ښځې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر له خوا وړاندې شوي دلایلو د دغې ډلې د « پلمو » دوام ګڼي. د طالبانو د دې اقدام په غبرګون کې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو یو هشټګ شریک کړی چې د طالبانو له خوا پرهېوادوالو لګول شوي محدودیتونه ښيي. په دې هشټګ کې د طنز په بڼه راغلي:« سپند بند، بلا بند، شاه نقش بند، ښوونځي بند، پوهنتون بند، بانک بند، سفر بند، خوښي بنده، کار بند، سلماني بنده، نیوکه بنده، د بیان ازادۍ بنده، قواله بنده، نکاح خط بند، هرڅه بند نورڅه شې غواړې» پر همدې مهال طالبانو د ښځو پر تحصیل د بندیز د لګولو ترڅنګ هغه خصوصي ښوونیز مرکزونه هم د نجونو پر مخ تړلي چې تردې وړاندې یې زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د زده کړې زمینه برابره کړې وه.
خصوصي ښوونیزو مرکزونو ته پر ورتګ بندیز
د ښځو پر لوړو زده کړو له بندیز سره هممهاله د طالبانو د پوهنې وزارت په رسمي ډول په ښوونیزو کورسونو کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د مرغومې په لومړۍ نېټه، د دغه وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله اغا په لاسلیک د یوه مکتوب په خپرولو سره اعلان وکړ،چې د طالبانو د وزیرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ د نجونو د ښوونځیو له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو درسونه بند دي او دغه راز په کورسونو کې د هغو نجونو زده کړې بندې دي،چې له شپږم ټولګي پورته وي.
له زده کړو او تحصیله د محرومیت درودوونکې ژاړوې
د ښځو پر مخ د پوهنتونونو او خصوصي ښوونیز مرکزونو د تړلو په تړاو د طالبانو د نوې پرېکړ له اعلان وروسته، ګڼې ښځې او نجونې له ډېره درده له پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو نه په چیغو او ژاړګانو سره وتلي دي. د رسنیو او ټولنیزو شبکو له خوا څو ویډیوګانې خپرې شوې، چې ښيي نجونې له دې امله چې نور خپل تحصیل ته دوام نه شي ورکولای په لوړ اواز او ډله یېزه توګه ژاړي. په جلا جلا ويډیوګانو کې چې د رسنیو له لارې لاس په لاس کیږي، د وړو نجونو، پيغلو او ښځینه ښوونکو چیغې اوریدل کیږي. د ټولنیزو رسنیو ګڼ کاروونکي د نجونو اوښکې د زغم وړ نه بولي او له ټولو خلکو هیله کوي، چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او پرې نږدي چې دغه ډله په هېواد کې د جهالت او افراطیت واکمنۍ ته پراختیا ورکړي.
د ښځینه محصلینو ایستل او د مستعفي استادانو وهل ټکول
له ډله ییزو اعتراضونو وروسته، طالبانو د دولتي پوهنتونونو له لیلیو نه محصلانې په زور ایستلي دي. د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې نه په خپرې شویو ویدیو کې لیدل کیږي چې ښځينه محصلانې د اندېښنې، غم او خپګان له امله په یوه غږ ژاړي. بل خوا، طالبانو د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي ښځینه محصلې د دغه پوهنتون له لیلیې نه ایستلې. دغو نجونو د تېرې چهارشنبې په ورځ له هغې وروسته، اعتراض وکړ چې طالبانو د نجونو پرتحصیل بنديز اعلان کړ.
له بلې خوا، له تحصیل نه د نجونو د محرومیت په تړاو د مکتوب تر خپرېدو وروسته، د پوهنتونونو لږ تر لږه ۲۳ استادانو له خپلو دندو استعفا کړې او د نجونو پرمخ یې د پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو د پرانېستلو غوښتنه کړې ده. د دغو استادانو له ډلې یوه هغه رسنیو ته د خپل عکس په استولو سره ویلي، چې د استعفا له اعلان وروسته د طالبانو له لوري سخت شکنجه شوی دی. هغه د امنیتي اندېښنو له امله د خپل هویت د پټ ساتلو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو له لوري د اعتراض کوونکو ځپل او په مرګ ګواښل کېدل
طالبانو معترضې نجونې او ښځې ترسختو ځپلو سربېره نیولي او په مرګ ګواښلي دي. په یوه ویډیوکې چې له معترضو نجونو او ښځو سره د طالبانو له چلنده په پټه توګه ثبت شوې، ښکاري چې یو طالب جنګیالی نجونې په مرګ ګواښي. هغه اعتراض کوونکو نجونو ته وايي:« خبرې مه کوئ، په خدای وژنم مو.»
له دې سره سره، طالب جنګیالي د پنجشنبې په ورځ، د مرغومې په لومړۍ نېټهو د هېواد په ډېری برخو کې د تیارسئ په حالت کې وو. دغې ډلې ډلې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ محصلان ځپلي او ګواښلي دي. د دې ډلې جنګیالیو په کابل کې دوه معترضې نجونې له لیني موټرونو راښکته کړې او له ځانه سره بیولي دي چې تر اوسه یې د برخلیک په تړاو معلومات نشته. د طالبانو لخوا نیول، سپکاوی او د مرګ ګواښونه کوم نوی کار نه دی. د تېر یو نیم کال په اوږدو کې دغې ډلې په پرله پسې توګه اعتراض کوونکې نجونې او ښځې په زوره نیولي، ځورولي او په مرګ ګواښلي دي او له هغوی نه یې په زور اعترافونه اخیتسي دي. همدا اوس د طالبانو په زندانونو کې څو معترضې نجونې او ښځې ناروغې دي او د هغوی د جرمونو او د بند مودې په هکله معلومات نشته.
د طالب مشرانو د لوڼو لپاره زده کړې روا او د افغان نجونو لپاره ناروا
طالبانو په داسې حال کې ښځې له ټولنيز ژوند او د زده کړو له حقونو بې برخې کړي دي، چې د دې ډلې د ځینو مشرانو لوڼې له افغانستانه بهر زده کړې کوي. تر دې وړاندې هم د طالبانو دغه کړنه د هېوادوالو له خوا له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. هغوی د دې ډلې له مشرانو پوښي چې ولې د طالبانو نجونو ته په بهر کې د زده کړو اجازه ورکول کېږي او په هېواد کې دننه د ښځو تر ټولو اساسي حقونه منعه شوي دي. دغه هېوادوال د طالبانو د نوي حکم په اعتراض وايي، چې د طالبانو د مشرانو لوڼې په هغو هېوادونو کې زده کړې کوي، چې پوهنتونونه يې پر لويديځو معيارونو ولاړ دي او هلته د طالبانو د خوښې هېڅ کوم اسلامي معيار نه رعايت کيږي. د دغو اعتراضونو په لړ کې، د هند مشهور خبریال راهول شیوشانکار په دې وروستیو کې موندلې ده، چې طالب مشران خپلې لوڼی د زده کړو لپاره له افغانستانه بهر ته استوي.
د بدوي تفکر استازي
د هېواد يو شمېر معترضې ښځې او ليکوالان د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بنديز په تړاو بېلابېل نظرونه وړاندې کوي. ځینې یې په دې باور دي، چې د افغاني ټولنې ذهنیت د« بدوي او دوديز ذهنيت تر غېز لاندې دی. د هغوی په وینا، په بېلابېلو برخو کې د ښځو له حضور سره د یو شمېر خلکو مخالفت د هغوی په دوديزو باورونو کې ریښه لري او له همدې امله د طالبانو پر وړاندې په ټول هېواد کې ولسي اعتراض او ولسي پاڅون نه کيږي. دغه نارينه او ښځينه معترضان وايي، چې په تېرو دوو لسيزو کې په بېلابېلو برخو کې د ښځو ضد دود د هغوی د هڅو او د فکر د رامنځته کیدو په پايله کې پيکه شوی و. خو د طالبانو په بيا واکمنېدو سره بېرته پياوړی شوی او د طالبانو پر ضد يې د بلوا مخه نيولې ده. خو ډيری هیوادوال په دې باور دي چې طالبان یوه افراطي ډله ده او د « بدوي» فکر استازیتوب کوي او د دې ډلې د وژنو او ظلمونو له امله چپه خوله پاتې کیدو ته اړ شوي دي. د هغوی په وینا، هېوادوال فرصت ته په تمه دي او د هيلې د کوچنۍ کړکۍ په پرانیستلو سره به د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.
د ټولنې د ذهنيت اړول او بختول او د طالبانو د تګلارو عملي کېدل
په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان او هېوادوال په دې باور دي، چې طالبان د هېوادوالو د بشري او اساسي حقونو په تر پښو لاندې کولو سره د عامه افکارو د ګډوډولو او د ټولنې د ذهنیت د بوختولو په لټه کې دي. د دغو هېوادوالو په وینا، طالبانو له څه باندې یو نیم کال راهیسې په پرلپسې توګه دغه پالیسي عملي کړې او د فکر د رامنځته کولو او د دې ډلې د حکومتولۍ او نړیوال امنیت ضد فعالیتونو په تړاو يې د پوښتنو د راپورته کولو مخه نیولې ده. د هغوی په وينا، طالبانو په دې تګلارې سره له نړیوالې ټولنې باج اخیستی دی. د هغوی په خبره، طالبان د خلکو د ذهنیت په مغشوشولو او د عامه افکارو په ګډوډولو سره د ترهګرو ډلو پر چاغولو بوخت دي او د هغو جوړښتونو او بنسټونو په تړاو د پوښتنو مخه نيسي چې په عصري پوهه او عصري حکومتوالۍ کې واضح تعریف او د منلو وړ حيثيت نه لري.
د ګوندونو او سياسي او کلتوري شخصیتونو غبرګون
بل خوا، یو شمېر ګوندونو او سیاسي، کلتوري او هنري شخصیتونو د طالبانو دغه کړنه غندلې او په ټولنیزو شبکو کې یې د خپلو نظرونو په ليکلو او د ويناپاڼو په خپرولو سره، دغه اقدام غندلی دی. د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اسلامي جمعيت مشر صلاح الدین رباني، سياسي څېرې عبدالرب رسول سياف، د مخکيني حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د مخکيني حکومت یو شمېر نورو چارواکو د طالبانو دغه کړنه غندلې ده.
دیني چارو څیړونکی او د جمهوري ریاست د سولې د مرکچي پلاوي مخکينی غړی محمد امین احمدي د نجونو پر زده کړو بندیز «په سویلي افریقا کې د توکمپالنې تر اپارتايده سخت تبعيض» بللی. هغه په یو لړ ټویټونو کې، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دغه «تبعيض» په رسميت وپیژني او په دې برخه کې نړیوالې هڅې وکړي.
د ځینو نړیوالو لیکوالانو غبرګون
د هېواد د لسګونو لیکوالو، هنرمندانو، سندرغاړو او فرهنګي مشرانو ترڅنګ، د نړۍ یو شمېر مشهورو لیکوالانو چې اثار یې په افغانستان کې لوستونکي او مینه وال لري، هم د طالبانو د دغه اقدام په تړاو اندېښنه ښودلې او هغه یې په افغانستان کې د ښځو د بشري حق سلب کېدل ګڼلي دي.
د افغاني الاصله مشهور امریکايي لیکوال خالد حسیني د نجونو د زده کړو ځنډول یوه « غميزه» بللې ده. نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي: «د افغان مېرمنو د حقونو سلب کېدل افغاني ټولنې ته نسلي زیان اړوي.»
ترکي لیکوال شافاک، هم د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو د ځنډولو په تړاو غبرګون ښودلی او هغه یې «وحشتناک او د ښځو ضد چلند» بللی دی. هغه په خپل انسټاګرام کې لیکلي: «دا د ښځو د حقونو لپاره یوه غمجنه او زړه بوږنوونکي شیبه ده.»
نړیوال غبرګونونه
د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز له حکم وروسته نړیوالې ټولنې د طالبانو دغه پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده. ډيری لویدیځو هیوادونو، د سیمې يو شمېر هېوادونو او د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ویلي دي، چې د خپلو حقونو د بیرته ترلاسه کولو لپاره به د افغان میرمنو د مبارزې ملاتړ وکړي. تر اوسه د نړۍ ډيرې هېوادونو د نجونو پر زده کړو د بندیز د حکم پر وړاندې غبرګون ښودلی او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي
د جي ۷ ډلې غبرګون
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جرمني، فرانسې، ايټاليا، جاپان، بريتانيا او امريکا متحدو ايالتونو) د بهرنيو چارو وزيرانو د پنجشنبې په ورځ، دمرغومې په لومړۍ نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو له لوري له ښځو او نجونو سره ناوړه چلندد «بشریت ضد جنايت» په کچه دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، چې هیواد یې د دې ډلې دوره یي مشري په غاړه لري، ویلي دي چې د ښځو پر مخ د پوهنتونونو تړل به افغانستان «د ډبرو دورې» ته ستون کړي.
د نړۍ د ۱۲ ځواکمنو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران
د نړۍ د ۱۲ ځواکمنو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نجونو پر زده کړو د بندیز لګول له ټولنيز ژونده د هغوی بې برخې بللي دي. د کاناډا، استرالیا، فرانسې، جرمني، ناروې، هالنډ، هسپانیا، سویس، برتانیا، امریکا، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل به دغه ډله نوره هم منزوي کړي. هغوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې، چې طالبان د ښځو پر وړاندې د پرلپسې بندیزونو په لګولو سره د افغان ولس د حقونو پر وړاندې خپله بې تفاوته نوره هم په ډاګه کوي.
اروپايي ټولنه
اروپايي ټولنې د طالبانو دغه پرېکړه په کلکه غندلې ده. د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزپ برېل ويلي دي، د طالبانو دا اقدام په نړۍ کې بې ساري کار دی، چې د افغانانو حقونه او ارمانونه تر پښو لاندې کوي او افغانستان له ټولنې سره د ښځو له مرستې بې برخې کوي.
امریکا
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ د مرغومې په لومړۍ نېټه، د طالبانو له خوا د نجونو پر تحصيل د بندیز په غبرګون کې خبرداری ورکړ، چې که طالبان د ښځو پر زده کړو پر بندیز له سره غور ونه کړي، نو د دې ډلې لپاره به بيه ولري. د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې دوى به په دې تړاو له نورو هېوادونو سره په همغږۍ پرېکړه وکړي.
کاناډا
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو دغه پریکړه غندلې ده. دغه هېواد د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل ظلم بللی او ويلي يې دي، چې طالبان په دې کار سره ښځې له ښه ژونده بې برخې کوي.
بریتانیا
د بريتانيا لومړي وزير له زده کړو نه د نجونو محروميت د «شا پر لور لوى ګام» بلللی دی. د بريتانيا لومړي وزیر ریشي سوناک ویلي دي چې د يوه پلار په توګه د داسې نړۍ تصور نه شي کولای چې ښځې پکې له زده کړو بې برخې وي. نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې نړیواله ټولنه هر څه ویني او طالبان په تړاو به د هغوی د کړنو پر بنسټ قضاوت کيږي. خو د اروپايي ټولنې اکثرو هېوادونو د نجونو پر زده کړو د طالبانو بنديز غندلی او دا يې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او له نړۍ سره د طالبانو له کړو ژمنو سرغړونه بللې ده.
هند
هند یو سیمه ییزو قدرت دی چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته یې له دغې ډلې سره محتاطانه اړیکې ټینګې کړې دي. دغه هېواد هم د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې ده. د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند آریندام باګچي په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه کړې، څو د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو مساوي حقونه تامین شي.
اسلامي هېوادونه او سازمانونه
يو شمېر هېوادونو او اسلامي سازمانونو په افغانستان کې د نجونو پر تحصيل د بنديز په تړاو د طالبانو د حکم په غبرګون کې د دغې ډلې پرېکړه د «اسلامي لارښوونو» پر خلاف بللې ده. دغه هېوادونه چې ځینې یې د طالبانو دوديز او اوسني ملاتړي دي، د دغې ډلې دغه عمل د حیرانتیا وړ بللی دی.
ترکیه
ترکیې د نجونو پر لوړو زده د طالبانو بندیز «غیر انساني او غیر اسلامي» بللی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د غندلو ترڅنګ وویل چې د دغې ډلې پریکړه نه اسلامي ده او نه هم انساني او هیڅ منطقي توجیه نه لري.
متحده عربي امارات
متحده عربي امارات چې د سیاسي کارپوهانو په وینا د طالبانو یو نړیوالو ملاتړی ګڼل کیږي، هم د نجونو پر زده کړو بندیز د اسلامي لارښوونو پرخلاف بللی او غندلی يې دی. په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو ځانګړې استازې لانا نصیبه ویلي، د طالبانو دا پرېکړه د افغانستان د خلکو په خاطر له دغې ډلې سره د نړیوالې ټولنې د تعامل هڅې له خطر سره مخ کوي.
ایران
ایران چې د طالبانو یو سیمه ییز متحد دی، هم د خپل «ملګري» دغه عمل غندلی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، تهران تمه لري چې طالبان ژر تر ژره پراته خنډونه لېرې او د نجونو د زده کړو د دوام زمينه برابره کړي.
سعودي عربستان
دغه هیواد، چې د طالبانو دودیز ملاتړی دی، هم پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز دې ژر تر ژره بېرته واخلي. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۳۰مه، وویل چې د طالبانو دغې پرېکړې اسلامي هېوادونه «حیران کړي» دي.
د مسلمانانو د علماوو شورا
د مسلمانو علماوو شورا هم په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز له شرعي حقونو نه د ښځو بې برخې کول بللي دي. د الازهر د ستر شیخ احمد الطیب په مشرۍ دغې شورا د افغان نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز سره مخالفت کړی دی. د مسلمانانو د علماوو شورا ویلي، چې طالبان د دې تګلارې په پلي کولو سره «ښځې د زده کړو له اساسي او مذهبي حقه بې برخې کوي.»
ملګری ملتونه
ملګرو ملتونو د نجونو پر تحصيل د بندیز په تړاو د طالبانو پرېکړه ویجاړونکې بللې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د ښځو او نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو پرېکړه « په ژوره توګه بوږنوونکې» ده. هغه ټینګار وکړ: له زده کړو محرومیت د هلکانو او نجونو له مساوي حقونو نه سرغړونه ده. ګوترش د افغانستان د راتلونکي لپاره د دغه کار اغیزې د «ویجاړونکي» بللي دي.
د بشري حقونو بنسټونه
د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز غندلی او هغه یې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د «بشریت ضد جنایت» یوه بېلګه بللې ده. دغو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو حقونو ته درناوی وکړي او دا پرېکړه دې ژر تر ژره لغوه کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان
د بشري حقونو د څار سازمان د نجونو پر تحصيل د طالبانو بندیز د «ښځو ضد» چاره بللی ده او ویلي یې دي، چې داسې ښکاري چې دا ډله بدلون ته لېواله نه ده. دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې سملاسي دې د نجونو پر زده کړو د بندیز پرېکړه لغوه کړي.
د اروپا شورا
د اروپا شورا هم د ښځو او نجونو د زده کړې له حقه سرغړونه د «بشریت ضد جنایت» بللی دی. د دې شورا د عالي استازي په اعلامیه کې راغلي، چې ټول افغان وګړي باید له هر ډول تبعیض پرته د زده کړو حق ته لاسرسی ولري. د اروپا شورا ویلي دي چې طالبانو د سیستماټیکو او پراخو سرغړونو پالیسي غوره کړې ده.
بلخوا ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې د ځانګړو راپور ورکوونکو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ، د ليندۍ پر ۳۰مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره له تحصيله د ښځو محروميت«جنسيتي ځورونه بللې ده. د بشري حقونو دغو ځانگړو راپور ورکوونکي پر تحصيل د بنديز حکم د بشريت ضد جنايتونو يوه بېلگه بللې ده. پر دغو بنسټونو سربېره په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې ډېری فعالو بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو هم د طالبانو دغه کړنه د بشریت ضد جنایت بللی او د دغې پرېکړې د بېرته اخيستو لپاره یې د نړیوالو هڅو غوښتنه کړې ده.
طالبانو په داسې حال کې په هېواد کې د ښځو پر تحصيل د بنديز حکم اعلان کړی دی چې پر هېواد د دغې ډلې په واکمنېدو سره ښځی په تدريج سره د ټولنيز ژوند له ټولو برخو حذف شوي دي. په تیر یو نیم کال کې طالبانو د ښځو او نجونو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي دي. په دې موده کې د نړیوالې ټولنې له اعتراضونو سره سره، د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې سياستونو کې کوم نرمښت نه دی راغلی.
تر دې وړاندې د طالبانو غايب مشر ملا هبت الله اخندزاده اعلان کړی و چې د «اسلامي شریعت» په تطبیق کې به هیڅ مصلحت په پام کې و نه نیسي او په افغانستان کې به « سوچه اسلامي نظام» پلي کړي. له هغه وروسته يې د «حدودو او قصاص » فرمان صادر کړ چې هره ورځ د دغې ډلې په صحرايي محکمو کې لسګونه کسان محاکمه کېږي.
۸صبح ورځپاڼې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د تعلیمي نصاب د بدلون سند ترلاسه کړی، چې ښيي، دغې ډلې هیڅ ډول نوي ارزښتونه نه دي منلي او ان د ښوونځیو له درسي کتابونو نه یې د لوېديځو ساینس پوهانو او اختراع کوونکو د نومونو د لرې کولو پریکړه کړې ده او ويلي يې دي چې هغوی پر ځای باید د کتابونو له لارې »جګړه او جهاد« تر ويج شي.