۸صبح، تخار: تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې طالبانو د تخار د معترضو ښځو غورځنګ یوه غړې او د هغې ورور نیولي دي
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې شنبه د سلواغي پر ۲۲ سهار اته بجې د طالبانو استخباراتو د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د ګولایي باغ په سيمه کې د پریسا مبارز کور ته ننوتل او بیا یې هغه او ورور یې رحمتالله له ځان سره بوتلل.
دغه سرچینه زیاتوي، چې طالبانو تر اوسه د پریسا کورنۍ ته د هغې د لیدو اجازه نه ده ورکړې.
د پریسا ورور یو مستري دی او له لاریونونو سره هېڅ تړاو نهلري.
وسلهوالو طالبانو د دغو دوو کسانو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
د تخار د ښځو غورځنګ دوه مياشتې وړاندې په دغه ولايت کې جوړ شو او په تخار کې يې د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو، د زدهکړو او کار حق او د ښځو د ازادۍ په تړاو څو ځله لاريونونه کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځينه لاريون کوونکو نيول کومه نوې خبره نه ده او دې ډلې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر ښځينه لاريون کوونکې نيولې دي.