۸صبح، هرات: د څو سړي تښتوونکو جسدونه چې ويل شوي د سړي تښتونې يوې ډلې غړي دي، د طالبانو له لوري د هرات ښار په ځينو مرکزي سيمو کې راځوړند شوي دي.
دا کسان د شنبې پر ورځ سهار مهال له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او وروسته يې مړي د دغه ښار په ځينو مرکزي سيمو کې راځوړند شوي دي.
هغه عکسونه او ويډيوګانې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي ښکاري، چې د دغو سړي تښتوونکو مړي په مستوفيت، د ګلانو چوک، د هرات ښار د ملک دروازې په سيمو کې ځوړند شوي دي.
که څه هم د هرات ځايي امنيتي سرچينو د دغو سړي تښتوونکو کره شمېر نه دی ويلی، خو د هرات ځيني ځايي سرچينې وايي، چې درې سړي تښتوونکي له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او يو بل نيول شوی دی.
د ځايي خلکو په خبره، د دې سړي تښتونې ډلې غړي د يوه هراتي سوداګر له تښتونې وروسته د خواجهکله په سيمه کې د طالبانو له استخباراتي ځواکونو سره په جګړه اوښتي او تښتول شوی کس د سړي تښتوونکو له منګولو خلاص شوی دی.
د طالبانو له لوري د هرات تر نيولو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د سړي تښتونې ډلې غړو مړي راځوړند شوي دي.
تېرو څو ورځو کې په هرات کې د سړي تښتونې دا ډول پېښې شوي او خلک يې اندېښمن کړي و.