۸صبح، کابل: په کابل کې سرچینې تاییدوي، چې هره ورځ په لسګونه ښځې د محرم نه درلودلو په دلیل له هېواده بهر سفر ته نه پرېښوول کېږي.
یوې سرچینې شنبه د وري پر ۶ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې څلور ښځې يې پخپله لیدلي، چې له سفر څخه راګرځول شوې دي.
دغې سرچینې زیاته کړه، چې که څه هم دغو ښځو ټول لازم اسناد لرل؛ خو د سفر اجازه ورنه کړل شوه.
د یوې سرچینې په حواله، په داسې حال کې چې دغو ښځو د کورنۍ غړی له ځان سره لاره؛ خو نظامیانو استدلال کړی، چې د کورنۍ دا غړی ورته شرعي محرم نه شي کېدای.
په ورته وخت کې، د کابل هوايي ډګر ځینې مسوولان تاییدوي، چې هره ورځ په لسګونه ښځو ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.
د دغو مسوولانو په وینا، ځینې دا مېرمنې چې د بهرنیو هېوادونو تابعیت يې هم لاره، د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سپارښتنه کړې وه، چې ښځې له ۷۲ کیلومتره زیات له شرعي محرم پرته سفر نه شي کولای.