۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وایي چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز کې یو پخوانی دولتي سرتېری له نیول کېدو وروسته وژلی دی.
د دغه پخواني دولتي سرتيري جسد د دوشنبې په ورځ د کب په اتمه د کندهار ښار په عينو مېنه کې د هغه د کور مخې ته وموندل شو.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، عبدالمطلب په تېر حکومت کې د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملي اردو د کنډک قوماندان و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو په دې وروستيو کې عبدالمطلب نيولى و.
په کندهار کې طالبانو تر اوسه د عبدالمطلب د نيول کېدو او د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو له څه کم یوې میاشتې راهیسې په سویلي ولایتونو کې د پخواني حکومت یو زیات شمېر عسکر نیولي او برخلیک یې لا هم معلوم نه دی.