ننګرهار: ترافیکي پېښو سږ کال نیږدې یو نیم سل تنو ته مرګ ژوبله اړولې

۸ صبح- ننګرهار: د ننګرهار لپاره د طالبانو د رژیم د ترافيکو مدير قاري محمد جواد شېرزاد وایي، چې په روان لمریز کال کې تراوسه په دغه ولایت کې شاوخوا ۸۵ ترافیکي پېښې رامنځته شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو پېښو له امله ۴۰ تنه هېوادوال مړه شوي او ۱۰۲ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو د رژیم د ترافیکو دغه مدیر نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې سږ کال یې ۵۷۲۰ تنو ته د موټر چلولو لایسنسونه او ۷۴۴ تنو ته د موټرو جوازسیرونه وېشلي، چې ۸۹۶۴۳۶۹ افغانۍ عوايد یې ترې ترلاسه کړي دي.
قاري جواد دا هم وويل، چې په دې ولايت کې د ۱۰۰۰۰۰ په شاوخوا کې نقليه وسايط ګرځي او د دې ترڅنګ په تېر نظام کې په جلال آباد ښار ۱۹۷۶۵ هندي رېکشو ته پلېټونه وېشل شوي.
دغه طالب مقام د یادو ترافیکي پېښو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، له مختلفو ولایتونو څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د عادي ترافیکي پېښو ترڅنګ د دغو پېښو په مرګ ژوبله کې د طالبانو د نابلده موټر چلوونکو بې احتیاطي هم رول لري.
د دې ترڅنګ د طالبانو د رژیم له لوري د موټر چلونې د لایسنسونو د وېش په اړه نیوکه کیږي، چې تر ډېره طالب جنګیالیو ته ورکول کیږي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د ترافیکو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.