۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په مرکز کې د طالبانو له خوا د یوې ښځې له شکنجې او وژلو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې چهارشنبه د تلې پر ۲۷ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي دغه ښځه، چې ضیاګل نومېده د بدخشان د «شهر بزرګ» ولسوالۍ اوسېدونکې او د مقاومت جبهې د یوه غړي مېرمن وه.
د سرچینو په وینا طالبانو ضیاګل، چې د بدخشان په شهرنو کې یې ژوند کاوه شکجه کړې ترڅو د خپل خاوند ځای، چې د مقاومت جبهې جنګیالی دې ورته وښیي.
وروسته له هغې، چې ضیاګل د خپل خاوند د کره ځای په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي طالبان یې په ډزو وژني.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د ضیاګل مړی تر اوسه د بدخشان د ولایتي روغتون به سړخونه کې دی.
د ویلو ده، چې په تېر یوه کال کې دا څلورمه ښځه ده، چې بدخشان کې په بېلابېلو پېښو کې وژل کېږي.