شاوخوا درې کاله تېرېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي. یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې په دې موده کې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې فساد په بېمخینې توګه ډېر شوی او په وینا یې، دا د دې لامل شوی چې طالب چارواکي هم په حکومت کې پر شته فساد اعتراف وکړي.
یو شمېر طالب چارواکي چې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې یې هم دنده لرله او اوس هم په دنده دي، په خصوصي غونډو کې اعتراف کوي چې فساد د طالبانو په اوسني امارت کې د لومړۍ دورې پرتله له ۸۰ تر ۹۰ سلنې ډېر شوی دی.
یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، طالب چارواکي اعتراف کوي چې فساد د دغې ډلې په واکمنۍ کې بېمخینې دی او دمګړۍ د «چور روایت» ګډ دی. د طالبانو له منځه دا سرچینه وايي: «په لومړي امارت کې د بېبندوبارۍ شاهد و، خو فساد نه و. که فساد هم و، په ډېره ټيټه کچه و او شاوخوا ۱۰ سلنه به و، خو د اوس پرتله دومره نه و.»
دا سرچینه زیاتوي: «فساد د امارت[طالبانو] چارواکو ترمنځ په دود او دستور اوښتی او څوک چې مقام یا څوکۍ لري، له همغې لارې یې ځان پړسولی دی. له وزیرانو نیولې بیا په ولایتونو او ولسوالیو کې تر سیمهییزو چارواکو پورې چې زما له نظره فساد په ټيټه کچه کې ډېر دی او مخ په زیاتېدو دی. کله مو چې اول امارت ولیده او اوس ګورو، فساد له ۸۰ تر ۹۰ سلنې ډېر شوی دی.»
دا سرچینه وړاندې وايي: «ټول پوهېږي چې بې بندو باري ډېره ده. هر څوک چې یوې ادارې کې ځای پر ځای شوی، خپل قوم او خپلوان یې راوستي او په اداره کې هر څه چې کوي، څارنه ترې نه شته. په ډېر کم وخت کې دوه درې ودونه کوي او هم کور او هم ځمکه اخلي.» دا سرچینه د یو طالب چارواکي له قوله زیاتوي: «چارواکو یو ډول سوداګري پېل کړې. ځمکه او کور اخیستل، د تیلو پمپ جوړول، سوداګري کول او ځينو برخو کې ګورو چې ان د مخدره توکو قاچاق کوي او دویم او دریم ودونه بیا د حکومتي چارواکو لپاره د امارت د پالیسۍ پر یوې برخې اوښتې ده. دې ته په کتو په اوسني امارت کې فساد لوړې کچې ته رسېدلی او دا به د اوسني امارت رېښې له بېخه وباسي.»
دا سرچینه د طالبانو له خپلمنځي ناستو داسې کیسه کوي: «د امارت[طالبان] چارواکي د پیسو پر زیاتولو او سوداګرۍ سیالي لري. تر پروسږکال مو لیدل چې د یو ډلګي مشر ټوله پانګه یو موټرسایکل و او بس، خو اوس ښه کور لري او لوړ ماډل موټر یې تر پښو لاندې دی او د ملت له پیسو یې ځانته ښکلی ژوند جوړ کړی دی.»
طالب چارواکي هم مني چې شته فساد د کنټرول وړ نه دی او دا د سیمهییزو قوماندانانو تر واک لاندې ادارو کې په یو دود بدل شوی دی. دا سرچینه کیسه کوي: «چاته څه ویلی نه شو، څه به ووایو، فساد په یو دود بدل شوی. هر قوماندان او ډلګی مشر په یو بڼه له یو چا سره په اړیکه کې دی او د کنټرول وړ هم نه دی.»
ورته مهال، له هراته سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د هرات له ګمرګه د فساد دوسیې څو وارې د استخباراتو ریاست له خوا کابل ته واستول شوې؛ خو مرکز کې ورته رسېدنه شوې نه ده او همداسې پاتې دي.
سرچینې زیاتوي: «په ګمرک عملاً فساد روان دی. د هرات استخباراتو دوه وارې دوسیې جوړې کړې او کابل ته یې واستولې، خو دا چې د ګمرک مسوولان د هرات نه و او د طالبانو په نظام کې یې واسطه درلوده، رسېدګي ورته ونه شوه.» سرچینې وايي: «کله چې په هرات ګمرک کې د فساد دوو دوسیو ته رسېدنه ونه شوه، استخباراتو ولیدل چې ګمرک هم د کنټرول وړ نه دی او هم فساد ته چې د لمر په څېر روښانه دی رسېدګي نه کېږي، دا خبره یې پټه کړه او پسې ونه ګرځېدل.»
طالب چارواکي داسې مهال تر خپل واک لاندې ادارو کې د فساد په ډېرېدو اعتراف کوي چې له واکمنېدو وروسته یې، ډېرو سیمهییزو قوماندانانو دویم، درېیم او ان څلورم واده کړی دی. تازه، په ټولنیزو شبکو کې د حمید خراساني په نوم د یو طالب قوماندان په واده کې د لوړ ماډل موټریز کاروان ویډیوګانو له پراخو نیوکو سره مخ شوې دي.