۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونې په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلني راپور ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک «مسلمانان» دي او حقونه یې د «شریعت پر بنسټ» تأمینېږي.
مجاهد دا څرګندونې په یو غږیز کلېپ کې چې سېشنبه د غويي پر ۴مه د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو- تلویزیون له لارې خپور شوی، کړې دي.
د طالبانو ویاند زیاتوي: «هغه څه چې په امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو کې کلتور او بشري حقونه تعریف شوي، له افغانستان سره توپیر لري او لوېدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو تحمیل نه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې طالبانو تېرکال په افغانستان کې د «غیراخلاقي چلند» په تور تورنو کسانو ته د جسمي سزا د ورکړې په ګډون د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکړی.
د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو داسې فرمانونه صادر کړي چې د افغانستان له قوانینو او په نړۍوالو کنوانسیونونو کې د دغه هېواد له ژمنو سره په ټکر کې دي.
د اداري فساد شتوالی، د بشري حقونو پر کورنیو او نړۍوالو سازمانونو سخت بندیزونه لګول، د کورني تاوتریخوالي په ګډون د جندر له مخې تاوتریخوالی، جبري ودونه او نور تاوتریخوالي هغه څه دي چې دغه راپور کې په ډاګه شوي دي.