۸صبح، کابل: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د زندانونو ادارې سرپرست نورالدين ترابي څرګندونې، چې ويلي و، «قصاص او د لاسونو د پرې کولو» مجازات به بيا پلي کړي، غندلي دي.
د طالبانو ډلې يو بنسټاېښودنکي نورالدين ترابي ويلي، چې د قصاص او د بدن د غړو پرې کولو مجازات به بيا پلي کړي. د نوموړي په خبره، دا ډول مجازات به ممکن د خلکو په حضور کې ونه شي.
ملا نورالدين ترابي دا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ د تلې/ميزان پر لومړې له اسوشیتدپرس خبري اژانس سره کړې دي. نوموړي د خلکو له لوري هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې طالبانو په تېر کې د کابل سټیډیوم کې په عام محضر کې خلک اعدام کړي دي.
د طالبانو يو وياند ويلي، دغه څرګندونې تحريف شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس ويلي، دا ډول کړنې د بشري حقونو پر ضد دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، واشنګټن له نړيوالې ټولنې سره په کلکه توګه ولاړه ده، چې د دغو کړنو عاملان ځوابويونکي کړي.
ند پرايس ټينګار کړی، چې امريکا له افغانانو سره په ځانګړې توګه له ښځو، ماشومانو، خبريالانو، د بشري حقونو مدافعانو، معلوليتلرونکو وګړو، د مدني ټولنو له غړو او د بشري حقونو له ډلو سره ولاړه ده او له طالبانو هم غواړي چې د ناوړې ګټې اخيستنې هر ډول «وحشيانه ګټې» بندې کړي.
د نوموړې په خبره، نړۍ ګوري او په راتلونکي دولت کې په پرلپسې توګه د بشري حقونو او بنسټيزو ازاديو پر درناوي ټينګار کوي.
هغې ويلي، يوازې د طالبانو اعلاميې نه ګوري، بلکې د هغوي کړنې په دقت څاري.
تراوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. طالبانو په پرلپسې توګه د خپل حکومت د رسميت پېژندلو غوښتنه کړې ده. ډېرو هېوادونو ويلي، چې د طالبانو کړنو ته په کتو به په دې هکله پرېکړه وکړي.