د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټایوان په تنګي او شاوخوا سیمو کې د چین د پوځي تمرینونو په هکله اندېښنه ښودلې ده.
دغه وزارت شنبه د مې پر ۲۵مه ناوخته د یوې اعلامیې په خپراوي سره د «رغم» غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي: « د پوځي اقدام لپاره [په ټایوان کې] د قدرت عادي، معمول او ډیموکراتیک لېږد پلمه کول د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر لري او دا هغه اوږدمهاله لارې او معیارونه چې د لسیزو راهیسې یې د ټایوان تنګي په اوږدو کې سوله او ثبات ساتلی دی، له منځه وړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د ټایوان په شاوخوا کې د چین د دوه ورځني تمرین په پای کې خپره شوې ده.
په دې پوځي تمرین کې چین بمباري بریدونه وازمایل.
ټایوان تېره ورځ دا تمرینونه «ښکاره حرکت» وباله.
دا پوځي تمرینونه د ټايوان د نوي ولسمشر د لوړې له مراسمو څو ورځې وروسته تر سره کېږي چې د چين حکومت په دې مراسمو کې د هغه وینا د «خپلواکۍ اعتراف» بللی دی.
د چين د دولتي ټلوېزيون سيسيټيوي جمعه د مې پر ۲۴مه خبر ورکړی و چې د دغه هېواد پوځ د ټايوان په شاوخوا کې د تمرينونو د ترسره کېدو ته د جنګي توغنديو د کارونې لپاره بمباروونکې الوتکې استولې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د چين د خلکو ازادۍ پوځ د ختيځې قوماندانۍ بمباروونکو الوتکو د ټايوان په ختيځو اوبو کې څو مرچلونه نيولي او په پام کې ده چې له سمندري بېړيو سره په همغږې توګه د ټايوان په ختيځ کې ازمایښتي بريدونه وکړي.