۸صبح، کابل: روغتیا نړیوال سازمان ويلي چې په غور کې یې پر سېلاب ځپلو ۲۵ ټنه بشردوستانه مرستې وېشلې دي.
دغه سازمان چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلی چې په دې مرستو کې روغتیايي توکي، خیمې او لمریز څراغونه دي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي جمشید تنولي ویلي: «له ننګونو سره سره مو دا بېړنۍ مرستې د نږدې شریکانو په همکارۍ د څنګ لوري (هرات) له لارې وسپارلې.»
د یادونې ده چې په غور کې وروستیو ځپوونکو سېلابونو نږدې درې زره هټۍ او شاوخوا ۱۰ زره کورونه زیانمن کړي دي.
په غور کې له خونړیو سېلابونو وروسته د دغه ولایت مرکز فیروز کوه ښار هټۍ والو له طالبانو د اوږدمهاله پور غوښتنه کړې.
هټۍ والو په خپله عرض پاڼه کې د دغه پور موخه له بېوزلۍ او تنګسیا څخه د خپلو کورنیو ژغورل ښودلي.