۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې یې په افغانستان کې ۳۴۴ زره او ۳۹۵ کسانو ته بېړني روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
دغه سازمان یکشنبه د سلواغې پر ۲۹مه په خپل یو میاشتني راپور کې ویلي چې دې شمېر کسانو ته د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې بېړني روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د دغه سازمان په خبره، په دې موده کې ۲۶۸ زره کسانو درمل او نږدې ۲۰۰ زره ښځو بیا روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
دا مرستې د روغتیا د نړیوال سازمان د همکارو بنسټونو له لوري د ۲۲۲ روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې په تېره یوه میاشت کې ۳۸ زره او ۲۹ له پنځو کالو کم عمره ماشومانو بیا د خوارځواکۍ د ارزونې خدمات ترلاسه کړي دي.
د دغه راپور له مخې، په دې موده کې دوه زره او ۳۱۴ زېږونونه شوي، ۱۱ زره او ۲۶۶ ښځو ته له امېندوارۍ وړاندې او ۶ زره او ۸۸۹ ښځو ته له امېندوارۍ وروسته د پاملرنې خدمات وړاندې شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په هېواد کې روغتیايي سیسټم له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی.
روانه میاشت د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ویلي و چې د طالبانو محدودونکو پالیسو خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ رامنځته کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د میلیونونه ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.