۸صبح، بلخ: د تبیان کلتوری مرکز مسوولین وایی، چې د مزارشریف ښار په دوهمه امنیتی حوزه کې د دغه بنسټ په ودانۍ کې چاودنې دوه تنه وژلی او ۳۰ نور ټپیان کړي دي.
د تبیان فرهنګي مرکز څخه سرچینې وايي، چاودنه د شنبې په ورځ (کب ۲۰مه) له غرمې مخکې په مزارشریف کې د دې بنسټ په ولایتي دفتر کې د خبریالانو د ملي ورځې او د شعبان د میاشتې په نیمايي کې د خبریالانو د ستاینې په پروګرام کې شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د خبريالانو او د دغه پروګرام د ګډونوالو په ګډون دوه مړي او ۳۰ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
ښايي د دې پېښې د قربانیانو شمېر زیات شي.
سرچینې زیاتوي، چې تبیان او آوا خبري اژانسونه په همدې ودانۍ کې فعالیت کوي او تر اوسه د دې چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی، چې ایا دا ځانمرګی برید و که د چاودنې او ماین ایښودلو له امله.
په ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدانو ویلي، چې د چاودنې ځای ته امبولانسونه ځي او راځي.
په بلخ کې طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د يادونې وړ ده، چې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې چاودنه د دغه ولايت لپاره د طالبانو د نوي والي د کار له پیل سره هم مهاله شوې ده.