۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په بغلان ولایت کې د شیعهګانو په جومات کې د وروستۍ چاودنې په غبرګون کې وایي، د افغانستان شیعه ټولنه «له سخت دریځۍ څخه ډېره زیانمنه شوې ده.»
وېسټ دا څرګندونې د دوشنبې ورځ، د تلې میاشتې په ۲۴مه، پر اېکس ټولنیز پاڼه کړې دي.
هغه زیاته کړه: «زه په پلخمري کې د تیرې جمعې ورځ تروریستي برید په ژوره توګه خواشینی کړم چې په ترڅ کې یې زیات شمیر بې ګناه شیعه عبادت کوونکي ووژل او ټپیان شول. «د افغانستان شیعه ټولنه له تاوتریخوالي ډک افراطیت سره مخ شوې ده. زه د اغیزمنو کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوم.»
د یادونې وړ ده چې د جمعې ورځ د تلې میاشتې په ۲۱مه د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د لومړي سلیو په سړک د امام زمان شیعه ګانو جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه وشوه.
د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
خو په بغلان کې طالبانو یوازې د اوو کسانو د وژل کېدو او د ۱۵ کسانو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او د یوه انځور په خپرولو سره یې ویلي چې دا برید د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري ترسره شوی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د دې چاودنې په غبرګون کې ویلي وو چې «ترهګري په خپل هر ډول او بڼه» په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی.