۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د راکټ مرمۍ چاودنې له درېیو ماشومانو ژوند اخیستی دی.
سرچینې وايي چې دا پېښه سهشنبه د غويي پر ۴مه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې په پېښه کې دوه نور ماشومان ټپيان شوي هم دي.
د یو ټپي ماشوم حالت نازک ښودل شوی دی.
سرچینې وايي چې دغو ماشومانو دا مرمۍ موندلې وه چې د لوبو پرمهال پرې چاودلې ده.
په کندهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د پېښې پخلی کړی دی.
تر دې وړاندې هم له جګړو پاتې ناچاوده توکو خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده.
تېره اوونۍ په بدخشان کې د یوې ناچاودې راکټ مرمۍ چاودنې په پاېله کې یو کس مړ او بل ټپي شوی و.