د افغانستان په سویلي ولايتونو کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې سخت ورښتونه روان دي چې له کبله يې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
په هلمند کې له اختر وروسته د سېلابونو د راوتلو او کورونو د چتونو د نړېدو په پېښو کې تر اوسه ۱۸ کسان مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د طالبانو د اطلاعات کلتور رئیس حافظ راشد وايي چې عامو خلکو ته ياده مرګژوبله په موسیکلا ،ګرشک، کجکي او بغني ولسواليو کې اوښتې ده.
هغه وايي، د سختو توپانونو له کبله په هلمند ولايت کې یو زرو او ۱۰۲ سولرونه چې شاخوا ۸۰ ميليونه افغانۍ ارزښت يې لرلو مات شوي او د خلکو سلګونه کورونو او زرګونو جريبه کرنيزې ځمکې هم زیان لیدلی دی.
د هلمند د سېلابونو او ورښتونو زيانمن شوې کورنۍ وايي چې د طالبانو د ژمنو سره سره تر اوسه له دوی ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې او په ډېر بد وضعیت کې شپېورځې سبا کوي.
د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ يو اوسيدونکي امرالله چې کور يې د ورښتونو له کبله ويجاړ شوی ۸صبح ته يې ویلي چې دوه ورځې وړاندې يې د استوګني ځای اورښتنو ویجاړ کړ.
هغه وايي، سيمې ته د طالبانو د طبیعي پيښو پرضد د مبارزي مسوولان هم ورغلي او له دوی سره يې ژمنه کړې چې مرسته به ورسره کوي؛ خو زياتوي چې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
هغه وايي، د کورد ويجاړېدو وروسته یې د خپلوانو کور ته پناه وړې او دې ته حیران دی چې اوس خپل کور څنګه جوړ کړي.
دی زیاتوي:«زموږ د کور څلور خوني ورښتونو ويجاړي کړي، ټول د کور سامان مو هلته په خونو کې پاتې شوی، دومره مو وکړای شول چې خپل سرونه ژوندي راوباسو، ډېر په بد وضعيت کې يو، تر اوسه هيچا راسره مرسته نه ده کړې، يو ځل دلته مديران راغلل نومونه يې وليکل چې تاسو ته موږ مرستې راوړو خو تراوسه پورې د هېڅ شي درک نه شوی.»
د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ اوسيدونکي هم له ورته ستونزو شکايت کوي او وايي چې د ورښتونو له کبله ورته مالي زيانونه اوښتي، خو هيچا ورسره مرسته نه ده کړې.
د ګرشک ولسوالۍ يو اوسيدونکی عزیزالله وايي چې د دوی پر یو کليوال د خونې چت لويدلی او د کورنۍ د سرپرست په ګډون درې کسان پکې مړه شوي دي.
دی وايي چې د کورنۍ پاتې غړي د دوی سره په کور کې اوسېږي او په خبره يې چې تر اوسه هيچا ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
هغه وړاندې وايي، خپله دی هم دومره وس نه لري چې د خپل کليوال زيانمن شوې کورنۍ تر څنګ د خپلې کورنۍ ساتنه وکړي.دی له نړۍوالو مرستدویه سازمانونو څخه غواړي چې له دوی سره مرستې وکړي.
عزیزالله ۸صبح ته وویل: «زموږ پر يو کليوال کور رانګ شو چې د کور مشر او دوه نور غړي یې مړه شول، د کورنۍ څلور غړي يې پاتې شوي، هغه اوس له ما سره په کور کې اوسېږي، هيچا تر اوسه ورسره مرسته نه ده کړې، له موسسو څخه غوښتنه کوو چې د دغې کورنۍ لاسنیوی وکړي.»
د هلمند کروندګر هم ادعا کوي چې په دغه ولايت کې د ورښتونو ورېدو او بیا د سېلابونو د راوتلو په ترڅ کې د دوی کښتونه تخريب شوي او که مرسته ورسره ونه شي په وران کال کې به له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه يو اوسيدونکي اميرشاه ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې د سېلابي اوبو کبله د دوی شاخوا ۲۰ جريبه کرل شوي حاصلات خراب شوي او تر راتلونکو څو کلونو پورې به د دوی دا ځمکه د حاصلاتو لپاره جوړي نه شي.
هغه وويل چې په هلمند کې څو ورځې وړاندې تيزه ږلۍ هم وورېده چې د ډېرو کروندګرو کښتونه يې په بشپړ ډول له منځه یوړل. دی غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د کرنې په برخه کې مرستې وشي.
نوموړی زیاتوي: « دلته ډېرو خلکو د غنمو کښتونه کرلي وو، ټول اوبو لاندې کړل، هغه ځمکې يې داسې له فعاليته وغورځولې چې د څو کلونو لپاره کرکېلې ته نه جوړېږي، د خوړ ډبرې پکې لوېدلي چې ډېرې ستونزو سره یې مخ کړي یو.»
هڅه مو وکړه چې په هلمند کې د سېلاب ځپلو په تړاو د طالبانو د ولایتي ادارې مسوولانو نظر هم له ځانه سره ولرو؛ خو د ډېر هڅو سره سره بریالي نه شوو.
د هلمند ترڅنګ د افغانستان په نورو سویلي ولايتونو کې هم وروستیو ورښتونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي چې دا مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې د سېلاب ځپلو کورنيو سره مرستې کوي؛ خو سېلاب ځپلي کورنۍ بیا وايي چې د طالبانو دا ژمني يوازې د رسنيو پر مخ وي او په عمل کې یې هېڅ هم نه دي ترسره کړي.